چهارشنبه , 20 فبروري 2019
کورپاڼه / خبرونه / طالبانو له امريکا سره د خبرو پلاوى ټاکلى

طالبانو له امريکا سره د خبرو پلاوى ټاکلى

 

طالب وياند ذبيح الله مجاهد په يوې خبر پاڼه کې د امريکايي لوري سره د خبرو پلاوي نومونه څرگند کړي دي چې خبرپاڼه يې په دې ډول ده

 

د مذاکراتي ټیم د تعین په اړه داسلامي امارت اعلامیه

له امریکایې لوري سره د اسلامي امارت مذاکرات جریان لري او تر اوسه پورې داړونده مسئولینو لخوا په ښه توگه رهبري شوي؛ خو د موضوع د اهمیت په اساس د امیرالمؤمنین شیخ هبة الله اخندزاده صاحب په لار ښونه د اسلامي امارت د سیاسي مرستیال محترم ملا برادر اخند لخوا لاندې مذاکراتي ټیم تعین او په کار وګمارل شو

۱ ــ محترم شیرمحمدعباس ستانکزی د ټیم د مشر په توگه.

۲ ــ محترم مولوي ضیاءالرحمن مدني د ټیم د غړي په توگه.

۳ ــ محترم مولوي عبدالسلام حنفي د ټیم د غړي په توگه.

۴ ــ محترم شیخ شهاب الدین دلاور د ټیم د غړي په توگه.

۵ ــ محترم ملا عبداللطیف منصورد ټیم د غړي په توگه.

۶ ــ محترم ملا عبدالمنان عمري د ټیم د غړي په توگه.

۷ ــ محترم مولوی امیرخان متقی د ټیم د غړي په توگه.

۸ ــ محترم ملا محمد فاضل مظلوم د ټیم د غړي په توگه.

۹ ــ محترم ملا خیرالله خیرخواه د ټیم د غړي په توگه.

۱۰ ــ محترم مولوی مطیع الحق د ټیم د غړي په توگه.

۱۱ ــ محترم ملا محمد انس حقاني د ټیم د غړي په توگه.

۱۲ ــ محترم ملا نورالله نوري د ټیم د غړي په توگه.

۱۳ ــ محترم مولوي محمدنبي عمري د ټیم د غړي په توگه.

۱۴ ــ محترم ملا عبدالحق وثیق د ټیم د غړي په توگه.

پورته ټاکل شوی ټیم به له امریکایي لوري سره د مذاکراتو پیل شوی بهیر پرمخ بیا یي، او د ورکړل شوي صلاحیت له مخې به اړونده چاري تر سره کوي.

د افغانستان اسلامي امارت

۷/۶/۱۴۴۰هـ ق

۲۳/۱۱/۱۳۹۷هـ ش ـ

٢٠١٩/٢/١٢م

ذبيح الله مجاهد زياتوي محترم محمد انس حقاني په مذاکراتي ټیم کې ټاکل شوی؛ خو تر اوسه پورې لا له بنده څخه نه دی آزاد شوی، څرنګه چې نوموړی یو طالب العلم وو او کوم داسې فعالیت یې نه درلود چې ورباندې زنداني شي، نو ځکه باید آزاد او په مذاکراتي ټیم کې خپل فعالیت پیل کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *