شنبه , 20 اپریل 2019
کورپاڼه / خبرونه / اشرف غني د سولې مشورتي جرگه جوړوي

اشرف غني د سولې مشورتي جرگه جوړوي

محمد اشرف غني ویلي، حکومت به یې په هېواد کې د سولې لپاره د روان کال په حوت( کب)  میاشت کې په  کابل کې یوه لویه مشورتي جرګه جوړوي

ولسمشر غني دا خبرې  دوشنبه کابل کې د سولې ملي مشورتي پروسې غونډې ته  وینا کې کړي زياته کړې يې ده  افغانستان د جرګو وطن دی، او که په دې هېواد کې روانه جګړه د جرګې له لارې ختمېدلی شي نو دی چمتو دی چې د سولې لپاره یوه لویه مشورتي جرګه را وغواړي.

 غني ویلي، حکومت د سولې نیت لري، نو طالبان دې هم نور افغانان ومني او هېواد ته دې راستانه شي.

هغه ټینګار وکړ چې ګاونډیان باید د سولې اجنډا ونه ټاکي او افغان ولس دې خپلو منځو کې په دې تړاو پرېکړې وکړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *