سه شنبه , 19 فبروري 2019
کورپاڼه / پېښې،اندېښنې اوڅرګندونې / دا پښتون ميشتي سيمي دي

دا پښتون ميشتي سيمي دي

ارواښاد قدرت الله حداد ((فرهاد))

دا پښتون ميشتي سيمي دي، ځکه اسلامي احساسات په پاکستان کې پياوړي دي او دا يوه طبعي خبره ده، چې ټول پاکستان له پښتنو سره مقابله نه شي کولاى د پاکستان له خلکو سره هم حامدکرزي او د ده دولت، چې تعريف يې په وړاندې کرښو کې وشود پښتنو او بلوڅوله تاريخي شتون او اړيکو تېر شوي خو د افغانستان ملت او خلک دغه تاريخي شتون څخه تيريدلاى نه شي او ډيرې نژدې اړيکې لري، چې پښتانه او بلوڅ يې په تاريخي بنياد يو  خلک گڼل کيداى شي؛ځکه تل يو ځاى اوسيدلي دي.

لوى افغانستان او لرغونى تاريخ: په لرغوني تاريخ کې د کوچ او بلوچ خبره ډېره راغلې ده. په انگليسي کتابونو کې ، چې په لويديځو هېوادونو کې ليکل شوي؛ کوچ، چې وروسته کوش، کوشان او کوشاني شوي؛ له بلوڅو سره يو خلک دي په تاريخ کې دا خبره هم شته، چې بلوڅ او ساک هم يو خلک دي، بلوڅ هم په باکتريا ناکې ول او پښتانه هم.

بلوڅ په ١٧٢٢ع کال کې له اعليحضرت شاه محمود هوتک سره په ايران کې هم لښکري ملگري ول محمد خان بلوڅ يو ډيپلومات و، چې د اعليحضرت شاه اشرف له خوا د سفير په توگه ديوانې عالي عثماني امپراتور د خبرو لپاره ورغى. عثمانيانو د ده په وياړ د استانبول ښار سپين رنگ کړ. له همدې ورځي محمد خان بلوڅ په سپين سفير يادشو.

محمد خان بلوڅ زورور لښکر کښ هم و. د ده خبرې ډېرې دي.

دومره، چې کتابونه به شي. د احمد شاه بابا او نصير خان تاريخ بېل دى. د افغانانو فتوحات د بلوڅ په مرسته ترسره شوي دي. انگلستانو او روسانو غوښتل او غواړي، چې پښتون او بلوڅ سره ليرې وساتي، چې دا دوى طبيعي کړنه نه ده.

له اسلام وړاندې او وروسته پښتون او بلوڅ افغان اوبلوڅ يو دي. اوس پښتانه او بلوڅ په دې بويه  ټينگ دي او د دې خبرې ثبوتونه ډېر دي. ليکوال سره داسې آثار شته، چې د پښتون او بلوڅ گډ ارزښتونه او گډ دودونه ترې څرگنديداى شي:

دلته، چې د فردوسي له شهنامې يوه بېلگه او راواخيستل شي، پر ته له هغې کله، چې د اندوس او تاکسيلا تاريخ وکتل شي، د دغه ستر مدنيت سر په بلوچستان کې پيداکيږي منځى يې مهر گر بلل کيږي. دغه راز د شهنامې هم يوولس سوه کاله تير شوي دي.

نشسته در ان دشت بسيار کوچ

ز افغان ولاچين وکردو بـــــلوچ

نژادش ز افغان سپاهش بـلــوچ

ابردشت، خرگاه بگزيده کــوچ

کوچ، بلوچ، کرد او افغان په يوه ډگر ولاړ خلک ول او دي. همدا يوه خبره ده، چې د تاريخ پوهانو پاملرنه غواړي، مونږ لومړى بايد له هغو حالاتو ځان وژغورو، چې انگلستانو راباندې تپلي دي او دا ستر مقاومت ،چې نن له امپريالستانو سره روان دى. دې ته د حامد کرزي او د هغه د دولت په سترگه ونه کتل شي د حامد کرزي کړۍ قدم او قلم درهم پالنې ، خو نورو ټولو مقاومت کوونکو خپل قلم او قدم د حق ،عدالت او قناعت غوښتنې لپاره پورته کړى دى.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *