شنبه , 20 اپریل 2019
کورپاڼه / خبرونه / حضرت صبغت الله مجددي مړ شوى

حضرت صبغت الله مجددي مړ شوى

د افغانستان پخوانی ولسمشر او د ملي نجات ګوند رييس حضرت صبغت الله مجددي د ورپېښې ناروغۍ له امله د ۹۳ کلونو په عمر له دې نړۍ سترګې پټې کړې.

د ښاغلي مجددي فېسبوک پاڼې او د ده کورنۍ ته نژدې سرچينې وايي نوموړي د فبرورۍ پر ۱۱ نېټه کابل کې ساه ورکړه.

ټاکل شوې چې د نوموړي جنازې مراسم د چهارشنبې پر ورځ د کابل غازي سټډيوم کې تر سره شي.

حضرت صبغت الله مجددي په ۱۹۲۶ کال د مجدديانو په مشهوره ديني کورنۍ کې زيږېدلی و. نوموړي په ۱۹۴۰ کال د مصر په قاهره پوهنتون کې خپلې لوړې زده کړې پای ته رسولې وې.

افغانستان کې د ثور له کودتا وروسته چې د خلق ديموکراتيک ګوند قدرت ته ورسېد مجددي پاکستان ته ولاړ او د ملي نجات جبهې په نامه يې د کابل دولت پر وړاندې سياسي او وسله واله مبارزه پيل کړه.

په ۱۹۹۲ کال کې د ډاکتر نجيب الله د حکومت له ړنګېدو وروسته ښاغلي مجددي د افغانستان اسلامي دولت د لومړني ولسمشر په توګه د څو مياشتو لپاره دنده ترسره کړې وه.

د طالبانو د واکمنۍ پر مهال نوموړي ځان له سياسته ګوښه کړی و چې په ۲۰۰۳ کال کې د اساسي قانون د لويې جرګې د مشر په توګه وټاکل شو.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *