چهارشنبه , 20 فبروري 2019
کورپاڼه / خبرونه / ترکیه: جیانګ کې د ایغور حقونه تر پښو لاندې کیږي

ترکیه: جیانګ کې د ایغور حقونه تر پښو لاندې کیږي

د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت له چین څخه غوښتي  چې د ایغور مسلمانانو د حقونو درناوی وکړي او د هغوی اجباري کېمپونه وتړي.

د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت ویاند حامي اقصوي ویلي، په شین جیانګ ایالت کې د ایغور او نورو مسلمانانو حقونه تر پښو لاندې کیږي او تیرو دوو کلونو کې له هغوی سره ناوړه چلند زیات شوی دی.

نوموړي زیاته کړې، دا له هیچا پټه نه ده چې تر یو ميلیون ډېر ترک ايغوریان نيول شوي او د اجباري اوسېدو په کېمپونو کې ساتل کیږي، هلته شکنجه کیږي او ماغزه يې پرې مينځل کیږي، همداراز له دې سترو کېمپ ډوله زندانونو بهر هم ایغور مسلمانان تر فشار لاندې نیول شوي دي.

د اقصوي په خبره، زموږ هیوادوال او په نړۍ کې خواره ايغور مسلمانان نشي کولای چې په ختيځ ترکستان ” شین جیانګ” کې له خپلو خپلوانو سره اړیکه ونیسي او یا د هغوی په اړه معلومات ترلاسه کړي.

ترکیه وایي، دغه اجباري کېمپونه د نازیانو د واکمنۍ پر مهال “د اجباري کار کېمپونو” ته ورته دي.

فعالان وايي، په دې کېمپ ډوله زندانونو کې ایغور مسلمانان د ربړونې تر څنګ د خپلې ژبې ویلو ته نه پرېښودل کیږي او تر ټولو بده یې لا دا چې هلته د اسلام پرېښودو ته اړ کیږي.

د ايغوریانو نړیوال کانفرانس هم څرګنده کړې چې ايغور مسلمانان بې له کوم جرمه نیول کیږي، ربړول کیږي او په زندانونو کې کافي خواړه نه ورکول کيږي.

د اجباري اوسېدو له کېمپونو بهر هم ایغور مسلمانان له سخت تشدد سره مخ دي او پر ټولو دیني فعالیتونو او عباداتو يې بندیز لګول شوی دی.

ايغور مسلمانان وايي، د هیڅ عبادت اجازه نه ورکول کیږي او تر زیاتو فشارونو لاندې ساتل کیږي.

دوی څرګنده کړې چې د چارواکو له لورې د شرابو او د خنزير د غوښې خوړولو ته اړ کیږي

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *