شنبه , 20 اپریل 2019
کورپاڼه / لیکنې / سرلیکنه / افغان ولس سپينه سوله غواړي سره نه

افغان ولس سپينه سوله غواړي سره نه

سرليکنه
‏  ‏د مسکوله غونډې وروسته دادې د افغانستان لپاره دامريکا ځانګړي استازي  دافغانستان او ‏پاکستان ترڅنګ نورو هېوادونو سفرونو ته پښې په موزو کړيدي څو په افغانستان کې د روسېې د ‏فکر او خوښې په مقابل کې  د خپلې خوښې سولې ته زمينه برابروي او هغه ‏څه طالب مشرانو سره ومني چې تيرکال ېې نه منل ويل به ېې يا به طالبان افغان حکومت ته ‏ځانونه تسليموي او يا به ېې په هوايي عملياتو کې له منځه وړو.‏
دا ښه خبره ده چې امريکا تر تيرکال پورې له خپله نيولي دريځه پښيمانه شوه ، طالبانو سره د ‏جګړې پرځاې ېې د سولې لار غوره کړه په تيرو ١٨کالو کې چې بهرنيو پوځونو پرطالبانو ‏څومره بمبارۍ کړيدي زيات پکې ولسي وګړي شهيدان شويدي او س هم ښه ده چې نه طالبان او ‏نه ولسي وګړي چې ټول د يوه افغانستان وګړي او ورونه دي له پرديو بمباريو وژغورل شي .‏
په افغانسان کې دامريکا لخوا جګړه او اوس سوله د تير په څير چې له شپيتو کالو راهيسې د ‏مسکو سره ېې سړه جګړه دافغانستان پرخاوره په وسله واله جګړه بدله شوه د روسې وسلو ‏پرځاې په افغانستان کې امريکا ېې وسلې اوڅرخکې وکارول شوې دسيالۍ سوله ده، له مرګ ‏ژوبلې حالات سولې ته راغلل خو امريکا چې کومه سوله په نظر کې نيولې سپنه سوله نه ‏ښکاري په دې کې هم په راتلونکې کې د سرو وينوسور رنګ ښکاري چې افغان ولس به په ‏راتلوکې کې هم له وينوبهولو او ورور وژني ونه ژغورل شي ځکه امريکا دافغانستان، عراق، ‏سورېې او نوورو اسلامي هېوادونو په څير هيڅ وخت په افغانستان کې دسولې او امن غوښتونکې ‏نه ده .‏
اشرف غني وايي د مسکوسوله غوره ده که د مکې؟ که غني دامريکا په خوښه او د مسکو په ‏مقابل کې په مکه شريفه کې سوله غواړي نو لومړى دې خپله فکر وکړي دده حکومت هم دمکې ‏شريفې په غونډه کې جوړ حکومت نه دى، ده ته خو جان کيري حکومت جوړکړيدى کرزي ‏خود طالب نظام سره په مکه کې غونډه نه وه کړې،افغان ولس سوله غواړي خو دخپل نظر ‏اوخپلو ارمانونو سوله، که اشرف غني د مسکو پر ځاې د ننګرهار ولايت شينوارو ولسوالۍ کې ‏غونډې ته په وېنا کې د مکې سولې ته غوره والى ورکوي بيا خو تر ده پورې رارسيدلۍ حکومت ‏په بن غونډه کې جوړې شوې دى، داشرف غني دمخه او موجوده حکومت جوړونې لپاره په مقدسه مکه ‏کې غونډه نه بلکې په بن کې غونډه شوې وه ولې د مسکو دغونډې مخالفت کوي؟.‏
دافغان ولس د وينو بهيدو او ورور وژنې مخه دافغانانو ترمنځ دافغانانو دنظرونو په  غونډو ‏کې نيول کيږي که مسکو ياپه مکه شريفه کې هم غونډه وشي چې نظرونه د مسکويانو ‏اوامريکايانو وي هغه سوله دافغانانو لپاره سپينه او د خيرسوله نه ده بلکې هغې سولې ته چې په ‏رتلونکې کې هم پکې وينې بهيږي مونږ ورته سره سوله  وايو، افغانان په افغانستان کې د ‏وينوبهيدو او وروژنې دمخنيوي سوله غواړي نه دامريکا په نظر چې په راتلوکې کې هم افغانان ‏په خپلو کې د تير په څير په يوه او بل نوم جنګيږي او وينې پکې بهيږي افغانان دجګړې په پاې ‏ته رسيدواو وينوبهولو دبنديدو سپينه سوله غواړي سره نه.‏

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *