چهارشنبه , 20 فبروري 2019
کورپاڼه / خبرونه / په غزني کې ټرافيکي پېښه شوې

په غزني کې ټرافيکي پېښه شوې

کندهار پر لویه لاره د غزني اړوند سیمه کې یوې ترافیکي پېښي له امله  ۷ کسان مړه شوي  او یوشمېر نور پکې ژوبل شوي دي.

پېښه د اندړو ولسوالۍ اړوند په ملا نوح بابا سیمه کې د یوه ۴۰۴ موټر او یوې سراچې د ټکر په پایله کې رامنځ ته شوې.

په پېښه کې د سراچه موټر ټولې سپرلۍ مړې شوي او په ۴۰۴موټر کې هم یوشمېر کسان ژوبل شوي دي. د پيښي ټپیان او مړي د غزني روغتون ته لېږدول شو

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *