شنبه , 20 اپریل 2019
کورپاڼه / خبرونه / روسيه : د مسکو غونډه دامريکا د گټو پر خلاف نه وه

روسيه : د مسکو غونډه دامريکا د گټو پر خلاف نه وه

په کابل کې د روسیې سفیر الکساندر مانتیسکې ویلي، د افغان سولې لپاره په  مسکو کې جوړې شوې او جوړېدونکې غونډې د امریکا ګټو سره په ټکر کې نه دي بلکې کولی شي د دوی ګټې هم خوندي کړي.

د روسیې سفیر الکساندر مانتیسکې  له سپوټنیک اژانس سره په مرکه کې ویلي چې دا غونډې د امریکا ګټې هم خوندي کولی شي او د افغان سولې لپاره هم ښه نتیجه لري.

هغه دغه راز ویلي چې په مسکو کې د روسیې په همکارۍ جوړه شوې غونډه چې امریکا یې هم نظارت کولو د افغان سولې برخه کې ښه غونډه وه او زیاتوي دوی تر اوسه په دې اړه د کومې ناستې تابیا نه لري خو د اړتیا په صورت کې چمتو دي ورته ناستې جوړې او امریکا ته هم پکې د ګډون بلنه وکړي.

 

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *