شنبه , 20 اپریل 2019
کورپاڼه / خبرونه / غني : طالبانوته په افغانستان کې دفتر ورکولو ته چمتو يو

غني : طالبانوته په افغانستان کې دفتر ورکولو ته چمتو يو

افغان ولسمشر محمد اشرف غني ويلي دي ، د ده حکومت چمتو دی چې  طالبانو ته په کابل، کندهار یا ننګرهار کې رسمي دفتر ورکړي، او ساتنه یې وکړي. ولسمشر غني دا څرګندونې  پرون یکشنبه ننګرهار ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې وکړې.

افغان ولسمشر د تېر ځل خلاف د ننګرهار د مرکز پر ځای د شینوارو غني خیلو ولسوالۍ ته ولاړ او هلته یې د قومي مشرانو یوې غونډې ته وینا وکړه.

غني ويلي دي  ډېر ژر به هېواد کې وینه تویدنه پای ته ورسیږي.  غني وویل، چمتو دی چې طالبانو ته په کابل، لوی ننګرهار او یا لوی کندهار کې دفتر ورکړي.

غني په خپله وینا کې زیاته کړه چې سوله راتلونکې ده او په دې برخه کې د خپل سر قرباني کولو ته هم چمتو دی. نوموړي د یو شمېر هغو کسانو خبرو ته هم غبرګون وښود چې وایي، ولسمشر باید د سولې لپاره له خپلې څوکۍ تېر شي. ښاغلي غني وویل، د ولسمشرۍ څوکۍ د ولس ده، او په اړه به یې پرېکړه هم ولس کوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *