شنبه , 20 اپریل 2019
کورپاڼه / خبرونه / د امریکا د دفاع سرپرست وزیر کابل ته راغلی دی

د امریکا د دفاع سرپرست وزیر کابل ته راغلی دی

د امریکا ددفاع سرپرست وزیر پاتریک شناهن په یوه نا اعلان شوي سفر کابل ته راغلی دی.

دغه لوړپوړی امریکایي چارواکی نن سهار کابل ته داخل شوی دی او ټاکل شوې چې په افغانستان کې له مېشتو امریکایي نظامي چارواکو سره وګوري.

هغه به په دې سفر کې له خپلو پوځيانو سره په افغانستان کې پر روانې جګړې او له طالبانو سره د سولې پر روانو خبرو بحثونه ولري.

د امریکا ددفاع وزارت تر سرپرست کېدو وروسته دا افغانستان ته د پاتریک لومړنی سفر دی.

دا چې نوموړی به له افغان چارواکو سره وګوري کنه په اړه یې معلومات نه دي ورکړل شوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *