سه شنبه , 19 فبروري 2019
کورپاڼه / خبرونه / د امریکا د ایرانيانو کورنۍ تر څارنې لاندې نيولي

د امریکا د ایرانيانو کورنۍ تر څارنې لاندې نيولي

 

د رسنیو د راپورونو له مخې د امریکا حکومت وايي، دوی د ایراني حکومت د چارواکو هغه اولادونه او د کورنۍ غړي څاري چې په امریکا کې ژوند کوي.

امریکايي حکومت دغه غبرګون وروسته له دې ښودلی، چې د ټولنیزو شبکو کاروونکو د ایراني چارواکو د کورنیو پر وړاندې د اقداماتو غوښتنه وکړه.

دوی پر امریکا نیوکه وکړه، چې ولې په امریکا او نورو هېوادونو کې د ایراني چارواکو د کورنیو تګ راتګ نه تعقیبوي خو پر نورو ایرانیانو یې سخت بندیزونه وضع کړي دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو هم په یوه خپره کړې ویډیو کې ویلي، چې دا مسله ورته د اندېښنې وړ ده او د ایراني چارواکو د کورنیو څارنه به کوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *