سه شنبه , 19 فبروري 2019
کورپاڼه / خبرونه / خليلزاد دسيمې بل سفر پيل کړى

خليلزاد دسيمې بل سفر پيل کړى

د امريکا د بهرنيو چارو ورازت  خبر پاڼه وايي د افغان سولې لپاره د امريکا بهرنيو چارو وزارت استازي زلمي خليلزاد د افغان سولې د هڅو په لړ کې يو ځل بيا سیمې او یو شمېر اروپايي هېوادونو ته اتلس ورځنى سفر پيل کړ.

په دغه سفر کې ښاغلى خليلزاد د يوه پلاوي مشري کوي چې د گڼو امريکايي ادارو له استازو جوړ دى.

ټاکل شوې د ښاغلي خليلزاد په مشرۍ دغه پلاوى د فبرورۍ له ١٠ تر ٢٨ سيمه کې افغانستان، پاکستان، ترکيې، په منځني ختيځ کې قطر او اروپا کې جرمني او بلجيم ته لاړ شي.

د امريکا د بهرنيو چارو ورازت وينا پاڼه کې ياد سفر افغانستان کې د سولې راوستو د بهير برخه بلل شوى چې په وينا يې افغانان په خپلو کې د خبرو له لارې د خپل هېواد راتلونکى وټاکي.

د امريکا بهرنيو چارو وزارت ويلي چې زلمى خليلزاد به د افغان سولې په تړاو د امريکا له متحدانو سره وگوري او په دغو کتنو کې به افغان سولې ته د رسېدو لپاره د دوه اړخيزو هڅو په تړاو خبرې وکړي.

د بهرنيو چارو وزارت وينا پاڼه زياتوي چې د سفر له پيل تر پايه به د مسلو په تړاو له افغان حکومت سره سلا مشورې کېږي.

زلمی خليلزاد تېره مياشت قطر کې له طالبانو سره له پنځه ورځنۍ ناستې وروسته امريکا ته بېرته ستون شو او امريکايي چارواکي يې د افغان سولې په بهير کې له شويو پرمختگونو خبر کړل.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *