شنبه , 20 اپریل 2019
کورپاڼه / پېښې،اندېښنې اوڅرګندونې / حامد کرزى افغان دى  که محمود احمدي نژاد؟

حامد کرزى افغان دى  که محمود احمدي نژاد؟

ارواښاد قدرت الله حداد ((فرهاد))

د ٢٠٠٨ع کال د سپتمبر ٢٥ د ١٣٨٧ل هـ د تلې ٤ نېټه:

حامد کرزي د افغانستان له خوا او محمود احمدي نژاد د ايران له خوا په نيويارک کې د ملگرو ملتونو کالنۍ غونډه کې ويناوې وکړې. په ډېرې خواشينۍ سره خبره داسې ده: څه، چې محمود احمدي نژاد وويل؛بويه حامدکرزي کړي واى. مهمه پېښه په افغانستان کې د امپريالستانو جگړه ده، احمدي نژاد وويل: د امريکا امپراتوري په وروستي پړاوو کې ده.  کومه جگړه، چې په افغانستان ،عراق او فلسطين کې امريکا روانه کړې عام  او معصوم خلک په کې وژل کيږي که  دا جگړه بنده نه شي په سيمه کې سوله او امنيت نه شي راتلاى. د حامد کرزي خبره داوه: د تروريستانو مقابله يوازې په افغانستان کې نه شي کيداى؛بويه په سيمه کې وشي. له دې خبرې څرگنديږي، چې حامد کرزى غواړي په قبايلي سيمو او پاکستان کې امريکا او ناټو دا مقابله وکړي.

اسلام، پښتونولي او افغانيت څه شو؟

په دغه دولت کې، چې  امريکا درولى دى او هر څومره، چې نور خلک ورسره ولاړ دي؛ دوى د اسلام، پښتون او افغان اصلي ميرڅمن دي په روانه جگړه کې جنجال دوى پېښ کړى. کورني عسکر او پوليس، چې وژل کيږي يا نور هغه خلک، چې دوى په پېسو اخستي دي يا يې اخلي  او وژل کېږي په دې هم هر افغان خواشينى کيږي! ځکه دوى د خپل  ژوند لپاره يو گوله ډوډۍ غواړي، خو دغه گوله  ډوډۍ د دوى لپاره ډېره گرانه پريوتې ده.

حامد کرزي نوره پوځي مرسته وغوښته او امريکا هم ډاډ ورکړى، چې نور سرتېري به هم افغانستان ته ليږي په افغانستان کې هر څوک ځان ته بېلا بېل هوډونه لري اوسنى حکومت هغه دلال دى، چې له هر چا سره تړونونه کوي؛ځکه، چې امنيت نه وي، اړينه ده، چې د پرديو هوډونه به تر سره کيږي امپريالستان هڅه کوي،چې د هر هېواد امنيت ويجاړ کړي او بيا د بل هېواد د ځپلو هڅه وکړي. افغانان په دې خواشيني دي، چې هر ورځ په کې يو شمېر خلک وژل کيږي.

که څه هم د طالبانو په نامه ياديږي خو لومړى داچاسپينه کړه، چې طالبان دي که نه دي دوه يم دا، چې امپريالستان ولې طالبان وژني؟

امريکا دا حق نه لري، خو دوى د حامد کرزي د دولت په خوښه وژني او رټنې ترسره کوي، کله، چې دولت ويلى کيږي په هغه کې ټول هغه کسان برخمن دي، چې دولت سره فرهنگي،سياسي،پوځي او اقتصادي هلې ځلې کوي. لکه د ولسي جرگې غړي، مشرانو جرگه، وزيران، واليان، عسکر او پوليس دوى ټول تاريخ ته مختوري دي، چې له امريکا، ناټو او نورو هېوادونو سره يې منلې، چې د افغانانو ځنگلونه، کروندې، کلي او کورونه نه يوازې وران کړي، بلکې پښتانه ووژني، چې پښتونواله ورکه شي په افغانانو کې پښتانه او د پښتنو سيمې د دوى له نادودو سره مخ دي.

حامد کرزي د ملگرو ملتونو په غونډه کې دا خبره وکړه، چې جگړه دې په سيمه کې وغځول شي. افغانستان او د پښتنو قبايلي سيمې د کرزي سيمه ده بيا پاکستان دى. په پاکستان کې هم عسکري تاسيسات او استخبارات (I.S.I) د حامد کرزي خبره کوي، چې يوازې په افغانستان کې نه په سيمه کې د ترهگرو مخه دى ونيول شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *