چهارشنبه , 20 فبروري 2019
کورپاڼه / پېښې،اندېښنې اوڅرګندونې / د محمد جان خان شهادت د امير عبدالرحمن له لورې شوى

د محمد جان خان شهادت د امير عبدالرحمن له لورې شوى

ارواښاد قدرت الله حداد ((فرهاد))

دا دى وردگ . . . چې په څه شان ياديږي او دا بل در واخلئ، چې د خپلو پښتنو وروڼو وژنو ته امريکايان، اروپايان او اوس  پاکستانى پوځ غواړي، چې کورونه يې وروسوځوي، زامن او ماشومان يې ورته مړه کړي. پاکستان، اروپا او امريکا نه ده، چې دا کار وکړي. که يې وکړي بيا به خپل حسان ډېر ژر ورکوي.

لږ صبر غواړي، دا حالات پاتې کيدونکې نه دي. ډېرو هېوادونو دا خبره کړې ده، چې د افغانستان جگړه د دوى لپاره دومره اړينه نه ده، چې د دوى په خپل هېواد کې ميليون خلک وزگار دي دوى نور د جگړي ځواک نه لري او روانه جگړه ترې پاتې کيږي. په داسې حال کې، چې ډېر افغانان د ډيورند کرښه نه مني او حکومتونو هم منلې نه ده؛نو څنگه کيداى شي، چې د دفاع داسې ډډ او ډپ وزير دا خبره وکړي، چې له خپل قومه هم پټيږي.

بل شاعر بيا داسې وايي.

محمد جان خان غازي شيهد له دنيا تير شه نه

مړ که امير په ټگۍ گير شه نه

د محمد جان خان شهادت د امير عبدالرحمن له لورې شوى. اوس دواړه نشته، خو محمد جان شهيد او غازي يادشو او له امير عبدالرحمان (ټگ) هغه که امير و، خاين هم و. هر څوک دې په دې پوه شي، چې ټول له دې نړۍ څخه تلوونکي دي.

چا ته يو نوم چاته بل نوم پاتي کيږي، د محمد جان په نوم ټول وردگ وياړي او ټولو افغانان ته امير عبدالرحمن يو ملي گنهگار دى ، چې يو پښتون ترې په دوه برخو وېشل شوى پاتې دى.

کومه دسيسه، چې عبدالرحمن خان محمد جان خان ته جوړه کړې وه هغې ته ټگي وايي.

محمد جان خان د امير شېر علي خان په پوځ کې او څار توپچي او په خپلې ځوانۍ کې ښايسته او قوي منصبدار و.

د افغانستان د تاريخ او تاريخي شتون پېژندنه ډېره اړينه خبره  ده.

کوم ملي وبالمن، چې په افغانستان کې زرغون شول  لومړى کمونستانو په غيږ کې ونيول او د افغانستان تاريخ يې په فيوډالي او کارگري دواړو وويشه. کوم تاريخ، چې کمونستانو ټولنيز جوړښت جوړ کړى و هغه پنځه دورې درلودې، چې له علم سره يې سمون نه درلود. بيا د ډيمورکراسۍ غېږي ته ورسيدل او پانگوالو د خپلو گټو لپاره وکارول. دواړو امپريالستانو د ملي تاريخ او ملي هڅوب د هيرولو لپاره قومونه او ملتونه لاندې کړل.

دوى هڅه وکړه، چې لومړى د هغو کولتور پر اروپايي کلتور بدل کړي. ملي صنايع له منځه يوسي، چې په دې توگه د لاس لاندې ولسونو ملي توليدات په ټپه ودريدل اوس ډېره موده غواړي، چې قوم په دې پوه شي.

په هندوستان کې د گاندي لوى خدمت هند ته همدا و، چې خپل کالي، خپل لوښي او خپل دود يې وساته.

د افغانستان په نولسمه پېړۍ کې هر څه خپل ول . ان ټوپک ،توپ ،کالي، لوښي ،څرمنې، صابون. . . په شلمه پېړۍ کې مو هيڅ شي خپل نه و، ځکه داسې واکمن نه شوپه گوته کولاى، چې هغه ملي استازيتوب وکړاى شي اوس خبره دې ته راورسيده دفاع مو هم نورو ته وسپارل شوه يعنې نړيوال پوځونه راغلل او د ساتنې هيله تر کيږي او د خپل  خلک راته دښمنان يادوي او پردي يې راته دوستان کړي دي.

هغه يار چې بې وفا دى څه يار نه دى

هغه کار چې بې بقا دى څه کار نه دى

رحمان بابا

١ – که (کاياکوي)

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *