چهارشنبه , 20 فبروري 2019
کورپاڼه / سلايډ / داسلامي امارت سپېڅلې داعیه

داسلامي امارت سپېڅلې داعیه

نوري

د روانې میاشتې( فبروري) په ۵مه او ۶مه ماسکوه کې داسلامي امارت  استازو او هیواد کې  مطرح سیاسي شخصیتونو اود تنظیمونو نماینده ګانو دسولې په اړه په یو کنفرانس کې ګډون درلود. د یادې شوې غونډې ټولو ګډونوالو په یوه خوله داسلامي امارت دداعیې ملاتړ وکړ، په ځانګړې توګه یې له ګران هیواد څخه دټولو یرغلګرو ځواکونو پر وتلو او داسلامي نظام په جوړولو ټینګار وکړ.

دغونډې په پای کې  یو ګډ پریکړه لیک  ترتیب او  نشر شو. دساري په ډول په پریکړه لیک کې داسلامي ارزښتونو او ملي منافعو څخه پر دفاع  اصرار شوی،یرغلګر د روانې جګړې عامل بلل شوي، اسلامي نظام  تر ټولو واکمنیو غوره ګڼل شوی. په دوحه کې داسلامي امارت او امریکا تر منځ دخبرو ملاتړ شوی، داسلامي امارت دمشرتابه په اړه دتور لیست پر لغوه  ټینګار شوی، داسلامي امارت د سیاسي دفتر رسمیت اړین بلل شوی او…..

داسلامي امارت له داعیې څخه دیادشوي کنفرانس غوڅ ملاتړ  یو ځل بیا ثابته کړه، چې داشغال پر ضد داسلامي امارت پالیسي او مبارزه ملي- ولسي ده. پرون که ځینو دشخصي ګټو په خاطر داسلامي امارت مبارزه پر دیو ته منسوبوله،خو نن یې په خورا صراحت سره داسلامي امارت دمبارزې او دریځ ننګه وکړه.

هغوی چې لا هم په  ګران هیوادکې دیرغلګرو دپاته کیدو  هڅې کوي، نور باید خپل دې ستر خیانت ته دپای ټکی کښېږدي، داسلامي امارت دداعیې ملاتړ وکړي، پر مظلوم ولس زړه وسوځي،ملي ګټو ته پر شخصي منافعو ترجیح ورکړي.

اسلامي امارت دافغان ولس واقعي استازیتوب کوي، دولس له غیږې راټوکیدلی، مبارزه یې کاملا اسلامي او ملي ده،دګران هیواد دخپلواکۍ، دولس د ښېرازۍ او داسلامي واکمنۍ دحاکمیت په موخه یې بې دریغه قربانۍ ورکړي او ژمن دی چې خپلې برحقې مبارزې ته به له ټولو مشروع لارو څخه دوام ورکوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *