شنبه , 16 دسمبر 2017
کورپاڼه / لیکنې / سرلیکنه / ناټو دافغان ولس پر ضد جگړه کوي
n00080178-b

ناټو دافغان ولس پر ضد جگړه کوي

سرليکنه

تېره داکتوبر ٧ مه پر افغانستان دامريکايې او ناټو غړو هېوادونو دپوځونو ديرغل شپاړسم کال ؤ په دې اړه يو شمير ليکوالو په خپلو ليکنو او ځينې دافغانستان دروانو حالاتو کارپوهانو په مرکو او غونډو کې په  افغانستان کې دامريکايې او ناټو پوځونو په اړه ارزونې وکړې چې خپله په افغانستان کې دناټو او امريکايې  پوځونو قوماندان نيکولسن او ناټو مشرانو هم په کندهارکې  ديوې غونډې په ترڅ کې ويناوې وکړې

په کندهار کې دغونډى برخوالو ته دناټو او نيکولسن وينا داوه چې مونږ په افغانستان کې دبشريت دضد پر خلاف جگړه کوو د دواړو خبرو تر څه حده صحيح ده هغه دا چې دوى ته ديرغل پر مهال همداسې ويل شوى ؤ اما عمل ئې پر خلاف دى .

دتېرو شپاړسو کالو راپديخوا چې امريکا او د ناټو پوځونو پر افغانستان يرغل کړى دى په ټولو عملياتو کې يې افغانان وژلي دي او لگيا دي وژني يې

. دناټو پوځونو په ٢٠١٣ کې په کندوز کې ديوه ټانکر په پېښه کې د ٦٣ ولسي وگړي ووژل ٢٠١٥ کې يې دکندوز دښار دروغتون په بمبار تر ٦٠ زيات ډاکټران او مريضان ووژل په ٢٠١٠ کې يې په کونړ کې دنورو ولسي وگړو ترڅنگ له غره څه دلرگيو راوړونکي ښځې وژلي او دتېرې مياشتې په بمبار کې يې دلوگر ولايت په ولسي وگړو کې ښځې او ماشومان هم ووژل .

دننگرهار په هسکه مينه کې يې په ٢٠١٢ کې د واده پر مراسمو بمبار وکړ دواده خوشحالي يې په غم او وير وربدله کړه

. د ٢٠٠١ ميلادي کال راپديخوا چې ناټو او امريکايي پوځونو پر افغانستان يرغل کړې دى ١٨ ځلې يې په بېل بېلو ولاياتو کې دحکومت پر امنيتى پوليسو چې په پوستو کې يې دسيمې او لويو لارو ساتنه کوله تر ١٢٣ ځلو زيات يې په ولسي وگړو بمبار کړې دى

دحکومت افغان پوليس يې وژلي او دښځو او ماشومانو په شمول ئې ولسي وگړي شهيدان کړي دي ددې نه دا څرگنده شوه چې ناټو او امريکايې پوځونو په افغانستان کې  دافغان ولس پر خلاف جگړه پيل کړيده

که دولتي پوليس وژني او يا ولسي وگړي ښځې او ماشومان شهيدانوي دواړه افغانان دي .

مونږ دا منو چې ناټو او امريکايې پوځونه افغانستان ته دبشر دضد پر خلاف راليږل شوي دى خو پر خلاف په افغانستان کې يې دبشر په وژلو پيل کړيدى او څرگنده نه ده چې تر کومه امريکايې  اود ناټو پوځونه دافغانانو وژنو ته دوام ورکوي .

 

 

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *