شنبه , 20 اپریل 2019
کورپاڼه / پېښې،اندېښنې اوڅرګندونې / دا هم د دفاع وزير دى، چې له امريکې، ناټو او پاکستان څخه د ځان ساتل  غواړي؛

دا هم د دفاع وزير دى، چې له امريکې، ناټو او پاکستان څخه د ځان ساتل  غواړي؛

ارواښاد قدرت الله حداد ((فرهاد))

د ٢٠٠٨ ع کال د سپتمبر ٢٤ او د ١٣٨٧ ل هـ د تلې ٣ نېټه :

د دفاع ډډ او ډپ وزير، چې له لومړي سره تر اوسه سم نه دى پېژندل شوى د امريکا د دفاع په وزارت کې يې ويلي دي، چې امريکا، ناټو او پاکستان دې له افغان اجير پوځ سره په گډه د پښتنو سيمو ته لاړ شي او هلته دې د افغانستان د دولت مخالفين وټکوي د دې افغان دولت، چې حامد کرزى ورته جمهور رييس او رحيم وردک يې ددفاع وزير نومول شوي؛ له خپلو اميريالستانو غواړي، چې له مزدور افغان پوڅ سره د پښتون خاورې ته په زور ور ننوځي او په روانه جگړه کې ډېر نو ر پښتانه هم ووژني.

امريکا د امپريالستانو په سر کې ولاړه ده. د چونگښې له خولې يې جوړه کړې قيصه پلې کړې ، چې وايي چونگښې ويل: ما او مار يو سړى وټکاوه.

حامد کرزى، رحيم وردگ او د دوى دولت او حکومت په ٢٠٠١ ع کال کې له شمالي ټلوالې سره يو ځاى امريکا د افغانستان په کابل کې د ناوکۍ واده جوړ کړى، خو طالبانو پرې نه ښودل، چې زامن راوړي او جرړې يې پخې شي. د امپريالستانو دانوې طريقه، چې يو ملت وزبيښي، هلته خپل خلک پيدا کړي بيا هغوى له خپل ملت او ورونو سره وجنگوي. انگلستانو په دې برخه کې پوره ناکامه تجربه درلوده؛ځکه دده پلار افغانستان ته راغلي وه، بويه بيا نه واى راغلي.

رحيم وردک، چې د افغانستان د دفاع وزير درول شوى دى د افغانستان له تاريخه بې خبره دى. د افغانستان له تاريخه څه ، چې رحيم وردک د وردگو له تاريخه هم خبر ته دى، د وردگ نوم يې پر ځان هسې تپلې دي. په ټولو هغو جگړو کې، چې افغانانو له انگريزانو او روسانو سره کړي؛ وردگو په کې لويه برخه درلودلې. کله، چې احمدشاه بابا ١٧٤٧ع – ١٥٢٦ ع کال وردگو ته راورسيد وردگو يوه تاريخي ملمستيا ورته وکړه. داسې، چې له يوه خروار اوړونه يې يوه ډوډۍ پخه کړې وه. اعليحضرت ولي الله احمد شاه بابا ډېر خوشحاله و او له دوى يې يو شمېر خلک له ځان سره کړل. دې ته ورته ځايي قيصې نورې هم شته، چې بويه راټولې شوې واى.

ستر جنرال امريکن. افغان رحيم وردگ ته د محمد جان خان وردگ، چې غونډ مشر و خاطره ليکل کيږي، چې هر څوک يې په توپير  پوه شي.

محمد دين شاعر، چې پېښور کې اوسيده ١٨٨٦ع.

تل کړي جنگ، نه کړي څنگ ،څه عجب دى ځوان

خوري غورځنگ په فرنگ نوم يــــې محـــــمد جان

کــــــــــه (1)جنــــگ د مــــومنـــــانو د نــــبي پــــه ديــــن

وکـــــړ يــــــې، ننــــــگ کړه يې بدرنگ واړه کافران

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *