چهارشنبه , 20 فبروري 2019
کورپاڼه / لیکنې / سرلیکنه / په مسکوکې بين الافغاني ګټوره غونډه ‏

په مسکوکې بين الافغاني ګټوره غونډه ‏

له تېريونيم کال راهيسې د طالب مشرانواو امريکا ترمنځ يا د افغانستان د بهرنيوچارو د وزارت سياسي مرستيال ‏حکمت خليل کرزي او نورو افغان چارواکو په مشرۍ په اسلام ،چين ارومچي،قطراونورو هيوادونو کې وشوې.

‏په هغو غونډوکې يواځې امريکايي مرکچيانو او  طالب مشرانوکوربه هېوادونو برخه درلوده چې پړاو پرپړاوپکې ‏بحثونه وشول،خو غوښنې ګټې ېې ترلاسه نه کړاې شوې،

تيره ورځ چې په مسکو کې بين الافغاني غونډه وشوه ‏په هغې کې دافغانانوترمنځ په بيلابيلو اړخونو غور وشوځکه خو ګټوره هم وبلل شوه .‏
په مسکوکې ترټولو نورو غونډو چې د طالب مشرانو او امريکايي مرکچيانو ترمنځ شوې وې دا بين الافغاني ‏غونډه د ټولو افغانانو دارمانونو غونډه وه.

، هغه څه چې په دې غونډه کې پرې بحث وشو او پريکړه ليک ېې ‏خپور شوې ټولو افغانانو ېې هرکلې کړيدى.‏
په نړيوالو اصولو سره هيڅ وخت دوه په جګړه کې ښکيلې خواوې دخپلو دريځونو په ټينګښت سره په خپلو کې ‏سره سوله نه شي کولاى چې دافغانانستان مسئله همدې درشل ته رسيدلې وه،

د طالبانو لخوا دافغان حکومت سره ‏له خبرو او ناستې انکار او د بهرنيوپوځونو په موجوديت کې پرسولې خبرې بې ګټې بلل يا دامريکا لخوا طالبان ‏په بشپړ توګه له منځه وړل يا موجوده حکومت نظام کې ورګډول دا ټولو هغه څه وو چې ديوې بين الافغاني ‏غونډې مخه ېې نيولې وه .‏
په مسکو کې بين الافغاني غونډه کې پرهغه څه خبرې او بحث وشو او يا هغه څه دافغان مسئلې د حل اړين وبلل ‏شول چې د طالب مشرانو او امريکايي مرکچيانو ترمنځ خبرو کې پرې اتفاف نه ؤ شوې او نه دافغانستان دمسئلې ‏دحل لياره لټولو شوې وه .‏

د مسکو په غونډه کې ددې جملو سره چې په افغانستان کې تلپاتی سراسري سولې ته زمينه برابرول ، په هېواد ‏کې د بشپړ ملي اسلامي حاکمیت اعاده، له هېواد څخه د بهرنیو پوځونوپه بشپړه توګه وتل، د ملي وحدت ‏ټینګښت، په نظام کې د افغانستان د ټولو افغانانوپه عادلانه توګه ونډه ، اجتماعي عدالت تامین، اسلامی اساساتو ‏او د هېواد غوره ملي ارزښتونو ته درناوى، په هېواد کې د تيرپه څير دکورنيو جګړو اوترخو تجربو نه تکرار، ‏د ټولو افغاني خواوو تر منځ متقابل درناوى او په پريکړه کې يوشمير نورې برخې چې د سولې لپاره په نظر ‏کېونيول شوې دهرافغان ارزوده او بې له دې هيڅ وخت سوله نه شي رامنځ ته کيداې.‏

اشرف غني چې تل به ېې په غونډو کې د بشپړ اجماع جمله استعمالوله يابه طالب مشرانو دسولې خبرې ېې ‏دبهرنيوپوځونو د وتلو پورې مشروط کړې وې په هغه ټولو برخوې کې د مسکو په بين الافغاني غونډه کې بحث ‏وشو او په عملي کولو به ېې دافغانستان مسئله دحل لياره وموندل شي.‏

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *