سه شنبه , 19 فبروري 2019
کورپاڼه / پېښې،اندېښنې اوڅرګندونې / جمهوري پلوه او ډيموکراتان

جمهوري پلوه او ډيموکراتان

ارواښاد قدرت الله حداد ((فرهاد))

څو کاله وړاندې د امريکې يوې غوره مجلې دا غوښتنه وړاندې کړه، چې د نړۍ د زرو کلونو د سلو داسې کسانو نومونه وړاندي کړي، چې په نړۍ کې يې گټور بدلون راويستى دى. په دې سلو کسانو کې دوه نومونه د افغانستان دي، چې يو مولانا جلال الدين بلخي دي او بل يې د سلطان محمود غزنوي. اوس ټوله امپريالستي نړۍ دلته راغلې، چې مونږ تروريستانو سره جگړه کوو؛ خو پښتانه يې په نخښه کړي، چې د لوى افغانستان جگړييز لښکري ځواک دى. دوى غواړي، چې دا ځواک يا په لاس کې ولري او يا يې داسې برباد کړي، چې څه يې په وس نه وي پوره. پښتانه وايي راځئ خپل مطلب په روښانه توگه څرگنده کړئ مونږ  خپله خبره تاسو ته وکړه، چې له منلو وروسته به سوله راشي. اوس پښتانه دې ته گوري، چې امپريالستان په نورو بلاوو اخته شي.

د ايران جمهور رييس محمود احمدي نژاد  نن په يوه مرکه کې وويل، چې امپريالستان د امريکا په مشرۍ په افغانستان، عراق او فلسطين کې لگيا دي ولسونه وژني. اوس، چې هر څوک د دوى د گټو خلاف وي ترهگر بلل کيږي.

د روسيې جنگي بېړۍ د جنوبي امريکا له هېوادونو سره په گډو پوځي عملياتو کې برخه لري. هغوى غواړي، چې د روسيې په مرسته ځان له امريکې وژغوري. د وينزويلا جمهور رييس دا خبره په ډاگه کړه، چې دواړه خواوې روانې پوځي نادودې سړه جگړه نه بولي. د امريکې د دفاع وزير وايي: که روسيه د گرجستان نيول شوې برخه پرې نږدي دوى  به له زوره کار واخلي. يعنې امريکا د تودې جگړې گواښ کړى دى.

د ملگرو ملتونو مشر ليکونکى  (سرمنشي) په نورو خبرو لگيا و، چې هغه هم اړينې وې.

دا، چې د ډيموکراټ گوند مشران وايي، چې: اوسني بهير دې په نړۍ کې له بنسټه بدل شي يو ښه غبرگون دى.

جمهوري پلوه او ډيموکراتان يو د بل فعاليتونه  ولايت په ولايت شنډه وي، چې خلک ځانته راوگرځوي دوى د نژاد خبره کوي، چې اوباما تور دى او ميکين سپين . په دې توگه سپين امريکايان غواړي، چې تور دې جمهور رييس نه وي بيا ډيموکراتان وايي، چې نه يوازې بدلون امريکا ژغورلى شي بلکې بايد د پخواني دود د بش ايالت پسې ونه گرځو.

څرگنده ده، چې امريکااوس په نړۍ کې ډېر پوځونه لري او شپږ ميليونه امريکايان په نړۍ کې خواره دي. ټول د امريکا د ټاکنو پايلو ته گوري، چې تور راځي که سپين. دوى تر هغې خپل دريځ نه شي څرگندولى. امريکا له اقتصادي بحران سره مخ ده، خو په فيډرالي خزانه کې دومره زيرمه لري، چې له بحران  څخه ووځي. ډېر امريکايان بدلون اړين بولي او وايي، چې د امريکا ډېر پوځونه دې بېرته امريکا ته راشي. د عراق جگړه، چې هره مياشت دولس بېليونه ډالره خرڅ پرې راځي، هغه دې هم بند شي. د افغانستان په برخه کې تر اوسه هغه ناسمه خبره کوي، چې پاکستان دې قرباني شي او قبايلي سيمو ته دې جگړه وغځيږي. دغه رازدې پاکستان پښتانه له ځانه بيل وبولي، چې مقاومت وکړي. که دا پاکستان وي او که امريکا دا خبره بيت الله کړې ده.

مونږ سره په افغانستان او سيمه کې دپښتانه د شتون خبر ده، خو لاسپوڅي حکومتونه، چې څلويښت کاله يې د پښتونستان خبره کړى، اوس يې ورته امپريالستان راوستي دي، چې راځئ زمونږ دا وروڼه ووژنئ، چې مونږ ته دا چړچې پاتې شي.

د هغو چې گرځيدنه ستا په تل شي

ستا په تل به يې آخر سرونه تل شي

خوشحال

 

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *