شنبه , 16 دسمبر 2017
کورپاڼه / سلايډ / تور بازان دې د برګو ټپوسانو حال وپوښتي
57447104

تور بازان دې د برګو ټپوسانو حال وپوښتي

حبیب مجاهد

د شورویانو د یرغل په وخت برګیو هلیکوفترو خاص نوم درلود، چې کومه خوا به د څلویښتم شوروي لښکر عسکر په عملیاتو وتل ورسره به په هوا کې برګو جنګي چورلکو هم غومبرې وهلې. برګیو چورلکو به چیرې د مهاجرو کاروان راګیر کړی او چارمارۍ کړی و، چیرې به یې تش لاس مجاهدین قتل عام کړي او چیرې به یې په بې دفاع کلیو د اور او بارودو توپان راکوز کړی و.

د شوروي برګیان پوره څوارلس کاله د افغانستان په کلیو و څرخیدل، خپل ټول ججوري یې ددې اولس په ټټر کې تش کړل، چیرته به چې یوه ډز ته ضرورت و دوی شل فیرونه کول، مګر آخر هغه ورځ راغله چې نور برګیان د بازانو غوندې په هوا کې نه شوای ګرځیدای. د هغوی د استهلاک دوره پوره شوه، د هغوی چلوونکي شورویان مړه غوږونه د حیرتان په پله واوښتل او برګیان لکه له پروزاه پاته ټپوسان هلته او دلته هلاک، کباړ او د افغانانو رحم کرم ته پاته شول.

یو وخت کابل ته تللی وم. د رباني نظام پای ته رسیدلی و، د مرنجان غونډۍ ته وختم له هغې خوا د لمرلویده په خوا راکوز شم. دلته د نندارتونو له سیمې ختیځ خواته چې شنه چمونه او د منظرې ځایونه دي د پخواني نظام په وخت کې څو روسي الوتکې او څرخکې هم په کې د نندارې لپاره ایښودل شوي وې چې یوه څرخکه چې د یوه چمن په منځ کې ایښي همدا روسی جنګي برګه چورلکه وه.

زه په دې نیت ورغلم چې منځ یې وګورم، خودا څرخکې چې د نندارې لپاره ايښودل شوې وې، د منځ ماشینونه یې ایستل شوي وو او یوازې برسیرنه برخه یې پاته وه، کله چې د روسۍ څرخکې منځ ته ورننوتم نو ډیر بد بوی په کې حس کیده، چې متوجه شوم د شوروي د برګ توپدار هلیکوفتر له منځ نه د شاوخوا کورونو ماشومانو د بیت الخلاء کار اخیستی و او د برګي هلیکوفتر منځ غایطه موادو پوښلی و.

زه په منډه له برګي هلیکوفتر څخه راکوز شوم او د چمن حضوري پر خوا مې یوه کوڅه په مخه واخیسته. خو دا صحنه که په ژور نظر وګورو ډیره له عبرته ډکه هم وه، شورویان به څومره په خپلو برګیو چورلکو نازیدل. هغه یې د خپل بریا نغد ضامن باله، هغه هلیکوفتر یې په ډیر ناز راوړي او د نندارتونو په زرغونه سیمه کې دنندارې لپاره ایښي وو. خو خبر نه و چې یو وخت به د دوی دغه ټیکنالوژي هم د افغان ماشومانو لخوا داسې مسخره کیږي لکه افغان اولس چې د دوی ۸۰ کلنه ایډیالوچي او مارکسیزم ورمسخره او دنړۍ دخندا کړ.

نن مې هغه راپور ولید چې اشرف غني او امریکایي سرخیل یې جنرال نیکولسن په کندهار کې د رژیم عسکرو ته د بلیک هاک( تور باز) په نوم امریکایي څرخکې سپارل او بیا ددې دوو څرخکو راوستل د افغانستان د جنګ د وضعیت د بدلون سبب تعبیروي.

اشرف غني خو چې دمسلمانۍ خوا یي شکمنه معلومیږي یوه داسې مغرورانه خبره وکړه چې دده عقیده یې نوره هم تر سوال لاندې راوسته، هغه وویل چې ددې دوو څرخکو له راوستو وروسته اوس د ځمکې او اسمان واک ټول زموږ د سربازانو په لاس کې دی.

دغه بې مغزه متفکر ته به وریاده کړو چې د اسمان واک ستا په لاس کې نه دی. ته دتقریبا ۲۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰ سیارو په منځه کې د تر ټولو کوچنۍ هغې په یوه کوچنۍ برخه کې د یوه داسې حکومت مشر یې چې یوازې د خپل هیواد په شل فیصده خاوره واک لري. اسمان له دې ټولو سیارو بر دی او هلته نه ستا او ټرمپ په شان شیطانان پر وهلی شي او نه هم بلک هاک یا بي ۵۲ .

په تورو بازانو نازیدونکو ته به هغه دمحمد هاشم ذاکر صاحب شعر ووایم چې:

په طیارو او په ټانګونو په رینجرو نشي

له عقیدې سره جنګونه په ډالرو نشي

د تورو بازانو معتقدین دې په یاد ولري چې افغانستان د نااټکله او زړه ته نه لویدونکو حوادثو هیواد دی. لکه څنګه چې دلته روسي برګیان وروسته د مرداروټپوسانو په شان هر ځای پاته او سرټیټي شول بعیده نه ده چې توربازان هم د برګو ټپوسانو په انجام مبتلا شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *