دوشنبه , 11 دسمبر 2017
کورپاڼه / پېښې،اندېښنې اوڅرګندونې / اوس افغانستان ملي سياست نه لري
hadad_pic(

اوس افغانستان ملي سياست نه لري

ارواښادقدرت الله حداد(فرهاد)

اوس به دې مهال ته راشو ،چې امريکا ده او نړۍ ،جمهوري پلوه غواړي ،چې لومړى دننه په خپل گوند کښې څرگند کړي څوک يې گټې بيا ټولې مرستې هغه سره کوي ،چې غوره شي . دوى هڅه کوي ،چې دبش ويجاړ نوم ،چې جمهوري پلوه يې ژوبل کړى  دى بېرته روغ شي . جمهوري پلوه اوديموکراتان يوله بله ډېر توپير نه لري کړنو کښې يو څۀ توپير لري .

دامريکې ملي گټې دواړه غواړي او داسې بويه داسې نه ده لکه دورسته پاتو هېوادونو ،چې ملي گتې له سټه نه پيژني .

هانري کنگر يو سياست پوه دى ،چې ټول عمريې دامريکې په سياست کښې لوى لاس درلود . کنگر کله ،چې مشر تابه باندې غږ يږي وايي ” مشر به لومړى شخصيت لري بيا به جاذبه مومې . ” په تبليغاتو له هغه سړى نه شي جوړيداى .

پښتنو کښې داسې دي ،چې ببرک خان ځدران به ،چې ميلمانه درلودل بيا به دده په لاس کښې داوبو جام و  او ولاړبه و. دپښتنو مشر دکاليو له مخې نه پېژندل کيده دومره ساده کالي به يې و.

دا داتلسمې پېړۍ خبره ده ،چې دلوړدرشل شاه محمود هوتک په لنګوټي يوه بڼکه ټومبول شوې وه له همغه پېژندل کيده ،چې پاچاه دى ده ويل : ” يوازې نوم او مقام ځاى نه نيسي مشر په زړونو کښې بويه ځاى ولري هغه بويه خلک خپل وبولي او وگروهيږي ،چې دى به دوى مخ په لوړه بيايي (١) دامريکا په سياست هرڅوک څومره ،چې کولاى پوه شي ځکه دامريکې له هرچاسره هرځاى کښې کاردى بيا مومن خلک خپل ايمان ساتي دکنگر خبر ه داده ،چې دننه په هېواد کښې څو جوړنه وي دباندې څه نه شي کولاى ،چې افغانستان له دې ډېر لېرې دى ،چې سبايې چاسره وکړي .

اوس افغانستان ملي سياست نه لري ځکه دننه هېواد کښې سره له دې ،چې ټوله نړۍ يې وربللې ده امن نه شته ټول کار او سياست دپښتنو وژل  دي هره ورځ نوې وسلې نوې الوتکې دي او ددوى وژل . نو دهاتري کنگر په خبره پوهېدل ښه دي ،خو مونږ تر اوسه  نه يوپوهيدلي  که څه هم حفيظ الله امين اوکرزى  دواړه وايي کاشکې دوى ، دوى  وايي .

The domestic structure is taken as given , foreign policy begins where domestic policy ends

په دې جملو کښې ،چې کور دى جوړ وي بيانورو سره جوړيږي او سيالي کولاى شي .

زه به حورې دجنت بې ياره څه کړم

خداى دې سر ودچانه کاندې ارهنډه

زه رحمان دهغه حسن ثناخوان يم

چې جرگه دعاشقانو وي پرې پنډه

بيک روزه رنج گدايي نبرزد

همه گنج محمود زابلستاني

(سنايي )

_________________________________________________

١- داعليحضرت سوبمن شاه محمود هوتک خبره دو خبرې په توگه وساتل شي .

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *