شنبه , 20 اپریل 2019
کورپاڼه / خبرونه / په ننګرهار کې د قتیل خوږیاڼي لومړی تلین ونمانځل شو

په ننګرهار کې د قتیل خوږیاڼي لومړی تلین ونمانځل شو

د ننګرهار د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په تالار کې د شنبې پر ورځ( د ۱۳۹۷ لمریز کال د مرغومي پر ۲۹) د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست پر نوښت پوهانو، لیکوالو او فرهنګپالو د نوموتي شاعر او پیاوړي ژورنالست ارواښاد عبدالروف قتیل خوږیاڼي د لومړي تلین یاد غونډه جوړه شوه 
په دې  ياد ناسته کې د مرحوم قتیل خوږیاڼي د کړیو ادبي او ژورنالیستیکو خدمتونو ستاینه او ځوان نسل ته د هغه پر پل د تګ سپارښتنه وشوه.
لیکوال او شاعر پرهیزشګیوال وایي؛ زمونږ ژوندي شاعران او لیکوالان لکه، چې تاسې ولیدل باید د دغه راز شخصیتونو په اړه یادغونډې جوړې کړي او پر پل یې ګامونه واخلي، مشاعرې او ډرامې جوړې کړي.
د مراسیمو ګډونوالو له حکومت غوښتنه کړې، چې یو اکادمیک ځای د قتیل په نوم کړي.
لیکوال او شاعر داود شهید وایي؛ مونږ له چارواکو غواړو، چې د قتیل خوږیاڼي په نوم یو کتابتون او یا کوم ځای یاد شي.
د ناستې ګډونوالو له افغان حکومت غوښتنه وکړه، چې د مرحوم قتیل د فکر خورولو لپاره د هغه ناچاپ آثارچاپ کړي او د نوم ساتنې لپاره یې یو اکادمیک مرکز د ارواښاد عبدالروف قتیل خوږیاڼي په نوم کړي.
د عبدالروف قتیل خوږیاڼي مشر زوی خلیل الله قتیل زوی څرګنده کړې، چې هنرمند، شاعر او لیکوال خپل ټول ژوند ټولنیزو سمونونو ته وقف کوي او خلک هم باید که په ژوندوني ونه شوه له مرګ وروسته یې په نوم یو ښوونځی، کوم کتابتون او یا کوم فرهنګي ځای، سیمه او د تیاتر کومه برخه ونوموي؛ ځکه قتیل خوږیاڼي په همدې برخو کې کار کړی او خلکو ته یې خپلې غوښتنې او پوښتنې وړاندې کړې دي. که کوم ځای یې په نوم ونومول شي دا د ټولو ننګرهاریانو ویاړ دی او زه هم پرې ویاړم.
ګډونوالو د ننګرهار پر اطلاعاتو او فرهنګ ریاست دا نیوکه هم درلوده، چې د مرحوم قتیل د لومړی تلین دا یاد غونډه یې، څنګه، چې پکار وه هغسې نه وه برابره کړې.
د ننګرهار د اطلاعاتو او فرهنګ رياست وایي، چې همدومره یې په وس کې ده.
د ننګرهار د اطلاعاتو او فرهنګ رييس اورنګ صمیم وایي، چې د قتیل خوږیاڼی شخصیت ډېر ابعاد لري او د دغو ابعادو د معرفۍ او پېژندنې لپاره مونږ دغه فرهنګي غونډه ونیوله او تاسې ګورئ، چې د هغه پر شخصیت پوهان، استادان او لیکوالان مقالې لولي او د هغه پر کړیو کارونو خپلې تبصرې لري.
ارواښاد عبدالروف قتیل خوږیاڼي پر ۱۳۰۸ ل لیږدیز کال د ننګرهار د خوږیاڼیو ولسوالۍ په روښانکوټ کې دې نړۍ ته سترګې غړولې وې.
هغه لومړنۍ زدکړې په پلارنۍ سیمه کې او لوړې زدکړې یې په کابل کې بشپړې کړې وې.
ارواښاد قتیل خوږیاڼي د نثر، ډرامې، شعر او ادب په برخه کې له شل ډېرکتابونه او سلګونه علمي مقالې افغان ولس ته په میراث پرېښي، چې تل به د افغان ولس لپاره هسک ته د رسیدو مشالونه وي.

د ننګرهار د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس اورنګ صميم د ارواښاد قتيل خوږياڼي په شخصیت او فرهنګي هڅو خبرې وکړې،همدا راز یې د ننګرهار والي حیات الله حیات او اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرستې پيغامونه ولوستل،چې په کې د مرحوم قتیل خوږیاڼي د ژوند او فن په اړه یادونه شوې او د هغه د ادبي هڅو قدرداني په کې شوې وه .
لیکوال او څېړونکي استاد محمد اصف صميم، ختیځ کې د لیکوالو او ژونالیستانو ټولنې مرستیال رحمت الله زيارمل او د ولايتي شورا غړي اسرارالله مراد هم د قتیل خوږیاڼي د ادبي هڅو په اړه خپلې ویناوې وکړې .

یاد تلین غونډّ کې د ننګرهار پوهنتون استاد پوهاند جانس خان زړن مقاله غيرت الله غيرت ولوستله، داد محمد دلګير،محمد داود شهيد،ګلستان غالب اوعزت الله ځواب خپلې لیکلې مقالې ولوستلې او يو شمېر شاعرانو خپل شعرونه هم زمزمه کړ

په پای کې د ارواښاد قتيل خوږياڼي د کورنۍ په استازيتوب ښاغلي ړنګ د اطلاعاتو او فرهنګ له رياست د دې يادغونډې د جوړېدو له امله مننه وکړه.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *