جمعه , 20 اکتوبر 2017
کورپاڼه / لیکنې / سرلیکنه / پرافغانستان دامريکاديرغل شپاړسم کال
amirica

پرافغانستان دامريکاديرغل شپاړسم کال

سرليکنه
پرافغانستان دامريکا ديرغل شپاړس کاله پوره شول چې دټولو بين المللي نورو مونو پرخلاف يې زموږ دامن او سوکالۍ ژوند په ويرونوبدل کړ، امريکا دناټو داشرگړو پوځونو په ملتيا په افغانستان کې هغه وسلې پرافغان ولس وازمايلې چې په کلونو کلونو نه وې ازمايل شوې.
امريکا پرافغانستان په خپل يرغل سره تر ١٢٠زرو زياتو پوځونو دافغانستان په ټولو برخوکې داسې سيمه پرېنښوده چې بمباريې پرې نه وي کړى اوپه هغه سيمه کې يې افغانان نه وي شهيدان کړي .
په ٢٠٠١م کال چې دبش په امر امريکايي پوځونو پرافغانستان يرغل وکړ پلمه يې داوه چې دامريکا په څير به په نوره نړۍ کې هم په افغانستان کې روزل شوي دالقاعده ترهگر بريدونه وکړي حا ل داچې دامريکا په ډرامايي بريدونوکې يو افغان هم ککړ نه ؤ او نه ثابت شو.
امريکايي نظاميانو شپاړس کاله دمخه ديرغل پرمهال ويل چې په شپاړسو ورځوکې به په افغانستان کې دافغان حکومت مخالفين او دامريکايي نظاميانو په وينا ترهگرله منځه يوسي په ټول افغانستان کې به دجگړې نوم وانه وريدل شي.
دادى شپاړس کاله پوره شول تر ١٢٠زرو امريکايي او ناټو پوځونو زور هم په افغانستان کې اوبه شو د شپاړسو کالو جگړې امريکا په نړيواله کچه رسواکړه ،
په افغانستان کې د جگړې ١٦کاله دوام او د افغان مجاهد ولس مقاومت دامريکي او ناټو پوځونو غرور دخاورو سره خاور ې کړ.چې اوس دامريکا دسنا مجلس غړي ، نظامي مشاورين او قوماندانان په يوه خوله په افغانستان کې دجگړې پر ناکامۍ اعتراف کوي .
نړيوالو منلې کومو هيوادونوته چې امريکايي پوځونه ليږل شوي دي هلته ېې دهغو حکومتونومخالفين ځلپلي او له منځه وړي دي خو يواحې په افغانستان کې امريايي پوځونو دجګړې دبايللو په منلو له افغانستانه پښې سپکې کړې او په ٢٠١٤م کې ېې په افغانستان کې دبهرنيو پوځونو دجنګي ماموريت دپاې ته رسيدو په نامه افغانستان پريښود.
داچې اوس دامريکا نوي جمهور رئيس ټرمپ او دفاع وزير مټيس ېې په افغانستان کې دناڅرگندې مودې لپاره دخپلو پوځونو دپاتې کيدو وينا کوي داډول ويناوې دپخواني شوروي اتحاد د دفاع وزارت سترسلاکار جنرال گوريلوف په کابل کې يوې مطبوعاتي غونډې ته کړې وې ويلي يې وو چې په افغانستان کې به دوه پنځه کلن ماسټر پلانونه سرته رسوو.
افغانان دميزان ١٥ چې امريکا په همدې ورځ پر افغانستان يرغل کړى و يو ه توره او له بدبختيو ډکه ورځ بولې خو ترڅنگ يې دا تمه لري لکه څرنگه چې امريکايي نظاميانو په افغانستان کې دخپل يرغل کاميابي شپاړس ورځې بلله او دادې جگړه شپاړسو کالو ته ورسيدهدا ډول به يې ټولې هيلې لکله دروسانو دخاورو سره خاورې شي ځکه چې په شپاړسوکالوکې ېې چې په پوره غرور سره راغلي وو دلاسه ورکړې سيمې ترلاسه نه کړي او نه به يې ترلاسه کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *