سه شنبه , 23 اپریل 2019

غزل

س، سيرت
منم چې مينه ګرانه خو دلبر راباندې ګران دى
په زړه کې مې ځاى کړى د زړه سر راباندې ګران دى
په مينه ژوندي زړونه شي ياديږي په ژوندويو
چې ژوند کړي آبدي ځکه کوثر راباندې ګران دى
دا مينه فطرتي ده که زما ورسره مينه ‏
شډل بډل پښتون د لر- بر را باندې ګران دى‏
ريبار وېل اشنا دى مرور نه پخلاکيږي
مرور دې وي ريباره مرور راباندې ګران دى
په مړو سترګو وژنه د دى ښکلو لوى هنردى
سيرته ما دې مړکړي دا هنر را باندې ګران دى

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *