چهارشنبه , 20 فبروري 2019
کورپاڼه / خبرتیا / په کندهار کې ١٣٠فابريکې پرچاوشوې

په کندهار کې ١٣٠فابريکې پرچاوشوې

د نورو ولاياتو په څير په کندهارکې هم دبريښنا دکمښت له امله کارونه بند او په بريښنا ‏چليدونکې ١٣٠فابريکې بندې شوې چې کارکونکي ېې له کاره لاس پرسرشوي.‏
د کندهار د برښنا رياست چارواکي وايي چې په دغه ښارکې په بريښناکې ٩٠سلنه کمښت ‏راغلې اودوى د ټول ښاراړتيا نه شي پوره کولاىځکه خو په کندهار کې ترنيمايي ډيرې ‏فابريکې پرچاوشويدي، د کندهار اوسيدونکي وايي چې په ښاري اوسيدونکي د کورنو بريښنا ‏له جرنيټرونو پوره کوي خو دهر چاپه وس نه د ه چې په جرنيټرونو خونې روښانه کړي .‏‎ ‎
د بريښنا رياست دا هم ويلي چې د دوه کالو پورې د کندهار د ښار بريښنا پوره کول ېې په وس ‏پوره نه دي او امکا لري د دوه کالو وروسته به ېې اړتياوې پوره کړل شي، دممهال په کندهار ‏ښارکې درې ميليونه وګړي اوسي اوپه ٤٨ساعتونوکې دوه ساعته بريښنا هغه هم ځنې کورونوته ‏ورکول کيږي .‏

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *