شنبه , 20 اپریل 2019
کورپاڼه / سلايډ / و، نه و، یو وخت د پارلمان انتخابات وو . . .

و، نه و، یو وخت د پارلمان انتخابات وو . . .

زخمي افغان

په کلیو او اطراف کې چې پخواني سپین ږیري او زړې اناګانې د پخوا زمانې نکلونه او کیسې بیانوي، نو پیل یې په دې جملو کوي چې و، نه و ډیر پخوا یو پاچا و . . . او دې ته ورته . . . د پارلمان او اولسي جرګې تېر انتخابات که د درغلیو، ګډوډیو او نورو ناشولتو له درکه پاک او سوچه وګڼو، دې ته به یې څه پرده او توجیه کوو چې د پایلو له اعلانه یې د بسوګۍ واده جوړ شوی.

درې میاشتې پوره شوې، خو د پارلمان د ټاکنو پایلې لا ( د هوسۍ په ښکر کې دي) عام خلک له اوله هم چندانې د دې پروسې په کیسه کې نه ول، ځکه ورته معلومه وه چې انتخابات اصلا د خلکو تیرایستل او دوکه کول دي، اصلي پریکړې د امریکا له سفارته راوځي. مګر هغه محدود کسان چې ډیر په امریکایي دموکراسۍ ورګرم دي او د انتخاباتو په ورځ یې د خپلو ککړو ګوتو انځورونه په فیسبوک خپرول هغوی هم دا خبره نه راپورته کوي چې بالاخره هغه د انتخاباتو کیسه تر کومه ځایه ورسیده؟

هغه میاشتې میاشتې کمپاینونه، هغه د رسنیو تبلیغاتي اتڼ، هغه جلسې، منډې رامنډې، جشنونه، جنجالونه، په سلګونو میلیونه ډالر مصارف، د هیوادوالو د د وخت، انرژۍ او پانګو لګول، لارې او واټونه په کاغذونو لړل او . . . پوښتنه دا ده چې بالاخره نتیجه څه شوه؟ د ټاکنو پایلې په کوم پاټک کې بندې دې او دا دومره ناوخته ولې شوې؟؟

د انتخاباتو له کیسې خو داسې رسوا ډرامه جوړه شوې چې اوس ورپورې د ګډ حکومت د سر چارواکي هم مسخرې او ډرۍ وهي. د اجرائیه ریاست مشر او د حکومت دوهم کس ډاکټر عبدالله همدا نن دوشنبه د وزیرانوشورا په غونډه کې له انتخاباتو د مسخرو سوژه جوړه کړه او ویي ویل : دا د خدای فضل دی چې د افغانستان نفوس کم دی، که د افغانستان نفوس د چین په شان سلګونه میلیونه وای نو د پارلماني ټاکنو نتائج به یې د قیامت په ورځ اعلانیدل.

خو ډاکټر عبدالله دې د نتائج د یو څه ژر اعلانیدو په اړه ځکه ډیره خوشبیني نه کوي، چې اوس هم احتمال شته چې د پارلماني ټاکنو نتائج تر ابدالابد پورې وځنډیږي. لکه څنګه د تیرو ولسمشریزو ټاکنو نتائج تر اوسه معطل او نا اعلان شوي پاته دي او پر ځای یې داکټر عبدالله او اشرف غني د امریکایي خارجه وزیر جان کیري د پریکړې په اساس ټاکل شوي دي.

د سپیدار ماڼۍ په شان د ګلخانې د ماڼۍ واکمن او د اشرف غني ټیم هم اوس دې نتیجې ته رسیدلی چې له ټاکنو رسوایي جوړه شوې. د اشرف غنی مرستیال سرور دانش تېره ورځ ( د حقوقي مرستو د ملي کنګرې) په نوم بنسټ د افتتاح په مراسمو کې په ټاکنو او ټاکنیزو کمیسیونونو باندې خپل ډک زړګی تش کړ.

دانش وویل : انتخابات د دوست او دښمن د طعنو او پیغورونو په ابزار او لویه سرټیټي او شرمندګي باندې بدل شوي دي. دانش ټاکنیزو کمیسیونو ته ګوته وڅنډله چې د خلکو د صبر کاسه ورته ډکه ده او که ځان اصلاح نه کړي خیر به یې نه وي.

د ټاکنو رسوایي داسې مهال پیښه شوې چې د احصائیو له مخې د افغانستان ټاکنې د سیمې په سطحه له ډیرو پرمصرفه ټاکنو ګڼل کیږي او د دې غریب ملت په میلیاردونو ډالر په دې بې معنی پروسه لګول کیږي، چې بالاخره یې یوزاینۍ پایله دا ده چې اوس خپله د ټاکنو متصدیان او د ارګ واکمن په ټاکنو هغه انتقادات کوي او مسخرې پورې کوي چې طالبانو درې میاشتې وړاندې لا هم دا جعلي ټاکنې همدومره بې معنی او د خندا وړ بللې.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *