شنبه , 20 اپریل 2019
کورپاڼه / خبرونه / د ولسي جرگې د کابل او کوچيانو بريالي نوماندان څرگند شول

د ولسي جرگې د کابل او کوچيانو بريالي نوماندان څرگند شول

دافغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون مشر گلاجان  عبدالبدیع صیاد  د کابل ولایت مخښکو نوماندانو د نوملړ  اعلان  تر څنگ ويلي دي  چې دا پایلې لومړنۍ دي او ښايي بدلون ومومي.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون له لوري د لومړنيو پایلو د اعلان له مخې، حاجي اجمل رحماني ١٢١٩٢، الحاج عبدالقيوم خيرخواه ٩٦٢٦، فدامحمد الفت صالح ٧٤٠٦، احمد جاويد جيحون ٧١٦١، ډاکټر رمضان بشردوست ٧٠٤١، خان آغا رضايي ٦٩٠٥، الحاج اميرګل شاهين ٦٧٦٥، غلام حسين ناصري ٦٤٧٠، الحاج ملامحمد خان احمدي ٦٣٤٨، الحاج الله ګل مجاهد ٦٣٣٣، الحاج سيد محمد محمدي ٦٢٥٣، مير امان الله ګذر ٦٢٥٠، حاجي خان محمد وردګ ٦٠٠٥، الحاج قاضي مير افغان صافي ٥٩٦٨ او اجمل ګلاب ٤٥٢٥ رايې ترلاسه کړي چې تر اوسه د کابل په کچه تر ټولو زیاتې رايې دي.

احمد ضيا عظيمي شينوزاده ٤٤٨١، توفيق وحدت ٤٣١٨، عبيدالله کليمزي وردګ ٤٢٩١، حاجي حفيظ الله جليلي ٤١٨٣، حاجي محمد فرهاد صديقي ٤١٧٤، انور خان اورياخېل ٤١٢٠، حاجي زړګي حبيبي ٣٩٣٨، حبيب الرحمن سياف ٣٨٧٩ او نجيب الله ناصر ٣٧٧٩ رایو په ترلاسه کولو د کابل ولایت مخکښ نوماندان دي.

دغه راز فاطمې نظري ٢٨٩٧، شينکۍ کړوخېل ١٨٨٣، روبينا جلالي ١٥٢٩، فوزيې ناصريار ګلدره يي ١٤٧٠، مريم سما ١٤٣٩، سليمې نيکبين ١٣٥٢، مرسل نبي زاده ١٣١٩، زهرې نوروزي ١٢٩٧ او جنرال نظيفې ذکي ١١٩٧ رایو په ګټلو سره د کابل ولایت له مخکښو ښځينه نوماندانو څخه دي.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون له لوري  کوچيانو د حوزې بريالي نوماندان هم څرگند شول  چې په دې ډول دي  الحاج شاه وزير تره خېل ٢١٧٣٨رايې، حبيب الرحمن افغان ٥١٤٨ رايې، ميرويس حسين خېل ٤٦٧١، ننګيالي لونګ ٤١٤٧، حاجي پرويز عرب زاده ٣٦٢٩، الحاج حيدر جان نعيم زوى ٣٢٧٠، رسول خان کوچي ٢٨٥٣، حميدې احمدزۍ ١٩٤٠، مريم سليمان خېل ٨٣٩ او فرزانې کوچۍ د ٧٩٨ رایو په ترلاسه کولو تر اوسه د کوچیانو په حوزه کې د مخکښو نوماندانو په ډله کې دي

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *