شنبه , 19 جنوري 2019
کورپاڼه / خبرونه / ترکیې د ټرمپ خبرې رد کړى

ترکیې د ټرمپ خبرې رد کړى

د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان ویاند ابراهیم کالین ویلي، امریکا دې له ترکیې سره خپل ستراتيژیک مشارکت ته دوام ورکړي

د ابراهیم کالین  پر خبره  د (پي کې کې)  ډلې پر وړاندې د ترکیې د حکومت تګلاره معلومه ده او ټرمپ ته په کار ده، چې د ترهګرو ډلو ملاتړ و نه کړي.

دده په وینا (پي کې کې) ترهګره ډله له نورو کردانو بېله ده او ترکیه د خپلو ملي ګټو د ساتلو لپاره دغه ډله ځپي.

د هغه په وینا یاده ډله د امریکا د ترهګرو ډلو په لېست کې هم شامله ده

نو ځکه واشنگټن ته په کار ده، چې په دې اړه له ضد او نقیض څرګندونو ډډه وکړي.

ولسمشر ټرمپ نن سهار ویلي وو، چې که ترکیه په سوریه کې مېشت کردان وځپي نو واشنګټن به په ځواب کې د ترکیې اقتصاد وځپي.

 

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *