چهارشنبه , 20 مارچ 2019
کورپاڼه / خبرونه / زلمي خلیلزاد  پر افغان سولې د خبرو لپاره چين ته تللى

زلمي خلیلزاد  پر افغان سولې د خبرو لپاره چين ته تللى

زلمي خلیلزاد پر خپل ټوېټر ویلي چې نن دچين  بېجینګ ښار ته رسېدلی اوهلته به له  چیني چارواکو سره پر افغان سولې خبرې وکړي

خلیلزاد زياته کړې  چې چین د افغانستان د سولې په بهیر کې مهم رول لري: “زه بېجینګ ته ورسېدم، چیري زه به چینايي چارواکو سره پر افغان سولې خبرې وکړم،چین د افغانستان د سولې په بهیر کې مهم رول لري، موږ به وګورو چې څنګه له یو بل سره کار کولای شو

زلمی خلیلزاد د افغان سولې په تړاو د خپل څلورم سفر په ترڅ کې لومړی هند ته ولاړ او د هغه هېواد له چارواکو سره یې پر افغان سولې خبرې وکړې.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *