سه شنبه , 19 مارچ 2019
کورپاڼه / خبرونه / طالبان : دامريکا ځواکونو نيول شوي داعش خلاص کړي

طالبان : دامريکا ځواکونو نيول شوي داعش خلاص کړي

طالب وياند قاري يوسف په يوې خبرپاڼه کې ويلي دي چې دامريکا ځواکونو د بادغیس ولایت جوند ولسوالۍ اړوند پنج بز سیمه کې د طالبانو پر هغه ځاى بريد کړى چې طالبانو په کې داعش څخه نيول شوي بنديان ساتل دخبرپاڼې پر خبره   امريکايي ځواکونو د عملياتو پر مهال ۲  طالب پيره دارانو دبريد له امله خپل ژوند له لاسه ورکړى  او ۴۰ تنه داعشي بندیان یې خلاص کړي او له ځان سره یې بیولي دي.

خو د افغانستان د دفاع وزارت په خپلې  خبرپاڼه کې بيا  ویلي چې د دوی ځواکونو د بادغیس د جوند ولسوالۍ په چشمه شیرین کلي کې د داعش ۱۰ کسان وژلي او ۱۶ نور یې نیولي دي.

خبرپاڼه کې دا هم راغلي چې د نیول شویو په منځ کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *