چهارشنبه , 20 مارچ 2019
کورپاڼه / خبرونه / امريکا له قطر سره پر افغان سولې خبرې کړي

امريکا له قطر سره پر افغان سولې خبرې کړي

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو قطر ته تللی دی اوپه فطر کې یې له خپل قطري سیال سره  د نورو مسایلو تر څنګ د افغانستان د سولې په اړه هم خبرې کړې دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر په یوه خبري غونډه کې وویل، امریکا له قطر سره د ښو اړیکو لرل غواړي او په دې برخه کې به هڅه کوي چې دا داړيکې نورې ښې شي

پمپیو  زیاته کړې چې امریکا له قطري چارواکو سره  پر افغان سوله هم خبرې کړې دي او دوحې ژمنه کړې چې په دې برخه کې به هېڅ راز همکاري نه سپموي.

پمپیو په دې سفر کې له قطر مننه کړې چې د ترهګرۍ ضد مبارزه کې یې له امریکا سره مرستې کړې دي او لا هم ددغه هېواد سلګونه سرتېري په قطر کې اوسي.

 

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *