شنبه , 19 جنوري 2019
کورپاڼه / پېښې،اندېښنې اوڅرګندونې / حامد کرزى خبرې نه کوي ، خپل ځوابونه وايي؛

حامد کرزى خبرې نه کوي ، خپل ځوابونه وايي؛

ارواښاد قدرت الله حداد ((فرهاد))
د ٢٠٠٨ ع کال د سپتمبر ١١ د ١٣٨٧ل هـ د وږي ٢١ نېټه: په دغه ورځ يو امريکايي سرتېرى په افغانستان کې ووژل شو . داسوسي ايټډ پريس ap د خبر له مخې په افغانستان کې سږ کال (٢٠٠٨) دامريکايي سرتېرو وژنه تر نورو کلونو ډېره وه . (١١٢تنه) ښودل شوي ، چې دا شمېره سمه نه ښکاري تر دې ډېر دي .
که څه هم دامريکايانو د وژنې شمېره ده ، څلوېښت نور هېوادونه هم شته ، چې هغوى ته مرگ ژوبله ډېره اوښتې ده ، لکه کاناډايانو ته ، انگليسانو ته ، هالنډيانو ته ….
کله ،چې نړيواله جگړه له پښتنو سره اتم کال ته ننوته د نړيوالو پوځونو مشر قوماندان ميک مولن دامريکا د کانگرس پوځي کمېټې ته وويل : په افغانستان کې جگړه بري ته نه رسېږي . هسې وخت بربادول دي ، خو لوى قوماندان په ډاگه کړه ،چې د ډېورنډ کرښې بل لوري ته (دپاکستان لوري ته ) لاړ نه شو.
يعنې جگړه بايد له پاکستان سره پيل شي.
دپاکستان د پوځونو لوى درستيز جنرال اشفاق کياني په دې برخه کې وويل : دا زمونږ پر ملکي حاکميت تېرى دى ، مونږ اجازه نه ورکوو او دپاکستان ملت دا نه غواړي . دپاکستان صدراعظم رضاگيلاني هم دا خبره وکړه .
حامد کرزى ، چې ملي حاکميت نه پېژني ؛ وايي د پاکستان نوى دولت به دا کار ترسره کړي ، د هغه له سترگو ټول پښتان دې ووژل شي. دلته لوى امتحان دى ، چې درست پښتون به د چا په خوا شي؟ هغه ،چې پښتانه خپل بولي که هغه ، چې پښتانه پردي بولي .
سياست د خوږو خوبونو تعبير نه دى . دلته د خپل او پردي خبره ده . ورپسې د مسلمان او نامسلمان خبره ده . په افغانستان کې شمالي ټلوالې او حامد کرزي له پښتانه او اسلام څڅه تېر شوي دي ، ځيني پښتانه به هم ورسر مل وي ، چې داد ټول پښتانه او لوى افغانستان خبره ده . کله ،چې اسلام ، شريعت او عدالت وي ، بيا د قوم او رنگ خبره نه وي لکه ،چې حضرت بلال حبشي لومړى آذان کړى دى .
دامريکا خبره سپينه نه ده ، چې مسلمانانو سره سوله غواړي که جگړه ؟ که جگړه وي هغه يوازې د پښتنو نه ده ، داسلامي نړۍ ده . په څېړنو کې راغلي ، چې اسلام د ځوانومسلمانانو په زړه کې دى ، يعنې هغه څوک ليدلى نه شي او نه هغه واک د چا په لاس کې دى .
په دغه ورځ ، چې د ٩،١١ کاليزه وه ، ډېرې خبرې څرگندې شوې : يوه دا وه ، چې بش په وزيرستان کې د وروستي بريد حکم ورکړى و ، پرته له دې ، چې څوک ورباندې پوه شي . بله دا ،چې بش ويلي ، چې دعراق کار سم شوى افغانستان ته ډېره پاملرنه پکار ده .
په عراق کې دامريکې لوى قوماندان جنرال پتريوس د روان کال د سپتمبر پر (٩) ويلي وه ،چې : عراق نه دى فتح شوى ، ډېرې لانجې په مخ کې دي .

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *