شنبه , 19 جنوري 2019
کورپاڼه / خبرونه / سرچينې : د افغان سولې په اړه طرحه جوړه شوې

سرچينې : د افغان سولې په اړه طرحه جوړه شوې

يو شمير نړيوالو او ډيپلوماټيکو سرچينو رسنيو ته ويلي چې له طالبانو سره د سولې په اړه نهه څلويښت مخیز طرحه جوړه شوې چې د مشورې په موخه به له افغان حکومت او د سيمي له هيوادونو سره شريکه شي.
پاکستاني رسنيو ددې خبر په خپرولو سره ويلي چې د دې هوکړې مسوده د افغانستان د شخړي د حل کولو په موخه اغيزمنه ده.
د راپورونو پر اساس امريکا له طالبانو سره دداسي هوکړې کولو په هڅه کې ده چې هغې کې د افغان حکومت او د سيمي د هيوادونو رضايت شامل وي.
دې راپور کې ويل شوي چې که په دې اړه باندي هوکړه وشي، نو طالبان به شپږ مياشتنی اوربند اعلان کړي او امريکا به هم د اتلس مياشتو په اوږدو کې په درو مرحلو کې له افغانستان څخه ووځي.
دا په داسې حال کې دي چې د افغانستان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمی خلیلزاد یو ځل بیا د خپلو سفرونو لړۍ پیل کړی او لومړی ګام یې پر نوې ډیلي ایښی دی.
خلیلزاد دې سفر کې د افغان سولې برخه کې د هندي چارواکو همکاري غوښتې او هندیانو هم د افغانانو په مشر د سولې له بهیره ملاتړ کړی دی.
د دې ترڅنګ پاکستان ته د افغانستان د سولې عالي شورا د دارالانشا د مشر محمد عمر داودزي څلور ورځني سفر هم پرون پای ته رسیدلی دی.
که څه هم د پاکستان چارواکو راضي کولو لپاره دا لومړنی سفر نه دی، خو د سولې عالي شورا دا سفر له لاسته راوړنو ډک بولي.
د سولې شورا وايي د افغانستان سولې لپاره د پاکستان د ملکي او پوځي حکومتونو ترمنځ د نږدیوالي نښې لیدل شوي دي.
دې سفر کې همداشان د دواړو هیوادونو د عالمانو ګډې ناستې جوړولو باندې هم سلا شوې ده.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر، شاه محمود قریشي ویلي: “موږ له طالبانو غواړو چې دافغانستان حکومت سره کیني او د یوې سیاسې لارې له مخې، خپل هیواد کې اولس کلنه جګړه پای ته ورسوي.دا د افغانانو پر غاړه ده چې خپل اختلافونه د خبرو له لارې حل کړي، که دوی په داخل کې خپلې ستونزې نشي حل کولی، بهرنیان ورسره ډیره مرسته نشی کولی.”
که څه هم پاکستان لږ تر لږه په خبرو کې طالبان حکومت سره خبرو ته بللي، خو له دې وړاندې د پاکستان لومړي وزیر ویلي و، دوی یواځې کولی شي طالبان له امریکایانو سره خبرو ته کینوي.
په داسې حال کې چې افغان او امریکايي چارواکو له دې وړاندې په کراتو پاکستان د طالبانو ملاتړی بللی دی.
باورونه پر دې دي چې د پاکستان د ریښتیني همکارۍ سره به طالبان د افغانستان حکومت سره خبرو ته مجبوره شي.
د افغانستان حکومت باور لری چې ترهګري یواځې له افغانانو قرباني نه اخلي، بلکې که چیرې یې ګاونډیان ورسره د سولې او ټیکاو رامنځته کولو کې همکاري ونه کړي، دوی به هم له دې ښکارندې خوندي نه وي.
سره له دې چې د طالب او امرکایي چارواکي ترمنځ د لیدنو او خبرو اترو له امله سولې راتلو په تړاو زیاته خوشبیني پيدا شوې، خو ترڅنګ یې د پردو ترشا د دې خبرو له مله یو لړ اندیښنې هم شته.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *