شنبه , 19 جنوري 2019
کورپاڼه / خبرونه / عمرداوود زي په پاکستان کې له پښتنو مشرانو سره کتلي

عمرداوود زي په پاکستان کې له پښتنو مشرانو سره کتلي

دافغانستان د سولې عالى شورا د دارلانشا مشر عمرداوود زي  په پاکستان کې دپاکستان د بهرنيو چارو د وزير شاه محمود قريشي په گډون له دغو پښتنو مشرانو سره کتلي دي

دجمعيت العلما (ف)  اسلام  مشر مولانا فضل الرحمان ، د عوامي نېشنل گوند مشر اسفنديارولي خان ، د جماعت اسلامي مشر سراج الحق او د وطن قومي گوند مشر افتاب احمد خان شير پاوو سره يې پر افغان سولې خبرې کړي دي او دوى ورته  په افغان سوله کې د مرستې ډاډ ورکړى  عمرداوود زي له رسنيو سره په خبرو  کې ويلي دي چې زمونږ موخه داده چې طالبان له افغان حکومت سره خبرو ته قانع کړل شي او طالبانو په وار وار دا خبره کړې چې له افغان حکومت سره خبرې نه کوو

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *