چهارشنبه , 20 مارچ 2019
کورپاڼه / سلايډ / عراق ته دټرمپ له ناندریو او سپکاویوډک سفر !!

عراق ته دټرمپ له ناندریو او سپکاویوډک سفر !!

خبیراحمدم:

ددسمبرپه ۲۵مه نیټه دامریکاولسمشر ټرمپ عراق ته په یوه نا اعلان شوي اومخفي ۳ ساعته سفر دعراقي رژیم او سیاستوالو توندغبرګونونه او اعتراضات راوپارول اوهغه یې دخپل هیواددملي حاکمیت په ضدوباله.

یوه عراقی سیاستوال (اصغر زارعی) له الجزیرې تلویزون سره په خبروکې وویل: ټرمپ عراق ته دخپل سفرپه اوږدوکې دنوموړي هیوادټول ارزښتونه پایمال اوداخبره یې یوځل بیاڅرګنده کړه چې اوس هم امریکایان عراق ته دخپلي یوې اشغال شوي ځمکي اومستعمره هیوادپه توګه ګوري.

نوموړي زیاته کړي ټرامپ عراق ته په همدې مغرورانه اوبې باکانه انداز لدې امله سفروکړترڅوخپل جمهوریت پلوه ګوند ته ډاډورکړي چې که له یوې خوایې له سوريې اوافغانستان څخه دخپلوفوځیانودوتلوتصمیم نیولی له بل اړخه غواړي په عراق کې خپل اشغال اوسلطې ته دوام ورکړي اودسیمي دکنټرول لپاره عراق دقومندي دپاخه سنګر او اډې په ډول وکاروي.

دامریکاولسمشردعراق (الانبار) ښاردالعین په نوم هوايی میدان کې چې شاوخواپنځه زره امریکايی عسکرهلته میشت دي کوزاوله خپلوقومندانانواوپوځیانوسره یې ولیدل دکرسمس دنوي کال دمبارکي ویلوپه ترڅ کې یې هغوئ ته شل دقیقي ویناوکړه دهغوئ شتون یې په عراق کې زیات مهم اوارزښتناک وګاڼه دخپلوخبروپه دوران کې یې وویل چې تاسې دداسې هیوادونودفاع کوئ چې په نړۍ کې یې له نوم سره هم څوک ندي اشنا؛ خوداکار اودفاع ترډېره وخته نشي کېدلای.

ټرامپ زیاته کړه چې دده له راتګ وړاندې امریکايي پوځیانودنړۍ دپولیسواوژاندارم رول اداکاووچې بدبختانه لګښت اومصارف یې هم له خپل جیب څخه پرېکول ؛ خودده له راتګ ورسته نوره دغه تاواني لړۍ پای ته رسېدلې امریکايي لښکري به په هغه صورت کې دنړۍ اوهیوادونودفاع ته وردانګي چې لګښت یې نورورکړي اواحسان مندیې هم ووسي

نیویارک ټایمز بیاعراق ته دامریکايي ولسمشر دسفر په اړه لیکلي : له دغه سفرڅخه د ټرمپ ترټولومهم هدف داووترڅوامریکايي ولس اونوري نړۍ ته وښيي چې امریکاغواړي په عراق کې نورهم خپل پوځیان اواډې هلته ولري اوپرې نږدي چې عراق په سیمه کې دیوې مهمي اډې اومرکزپه توګه له لاسه ورکړي تردې چې سوریه اوافغانستان به هم له عراق څخه ترنظراوکنټرول لاندي ساتي.

اصغر زارعي وايي ټاکل شوي وه چې ټرمپ دعراق له ړومبي وزیرعبادي سره دعراق په یوه دیپلوماتیک ځای اوماڼی کې وویني ، خوورسته امریکايي قومندانانوله ړومبي وزیر عبادي څخه وغوښتل چې هغه دالانبارپه پوځي امریکايي اډې کې له ټرمپ سره ملاقات ته ورشي

له دغې غوښتني سره نه داچې دعراق ړومبي وزیرموافقه ونکړه بلکې په یوه اعلامیه کې یې توندغبرګون هم وښود او و یې ویل چې دعراق خاوري ته دټرامپ داخلیدل دیپلوماتیک شکل نه درلوداوپه دوه اړخیزدرناوي ولاړ نه وو بلکې ټرامپ په دغه حرکت سره دعراق ملي حاکمیت ته سپکاوی وکړچې دعبادي په خبره بایدله عراقي ولس اوهیوادڅخه بښنه وغواړي .

دعراق دوړمبي وزیرله لوري په خپره شوي اعلامیه کې داهم راغلي چې دټرامپ له دغه بې بندوباره سفرسره ممکن دعراق پارلمان پریکړه وکړي چې امریکايی پوځیان دې ژرترژره دعراق خاوره ترک اوپریږدي .

دمنځني ختیځ په چاروکې یوامریکايی کاروپوه ( جونز بیل ) دایران تسنیم تحلیلي اژانس ته په خبروکې دټرامپ سفرجنجالي خوپه عین حال دځینوحقایقوښکارندویه ګڼلي وايي : که څه هم له ټرامپ سره هیڅ عراقي چارواکي اوسیاستوال ونه لیدل چې داپه اصل کې دټرامپ څرګندتوهین اوله هغه څخه دعراقیانوانزجارپه ګوته کوي اوپه غیرمستقیم ډول ددې خبري معناورکوي چې نورعراقیان امریکايي پوځیان په خپلي خاوري کې لیدل نه غواړي ؛ خوله بل لوري بیاپوځي اډې ته دعراقي چارواکوورغوښتل داتعبیرلري چې ټرامپ عراق لاهم خپل اشغال شوی هیوادبولي اوتصمیم لري چې دغه اشغال اوتسلط ته ترنامعلومي مودي پوري دوام ورکړي .

دصادقون په نامه دعراق دپرنفوذه ګوندمشر حسن سالم عراق ته دټرامپ سفر عراقي ولس ته له سپکاوي اوبې احترامي ډک بولي په خاص ډول دټرامپ داخبره که سوریه کې دپوځي عملیاتوضرورت پیښ شو نوداکاربه دعراق له خاوري اوهوايي ډګرونوڅخه ترسره کوي

نوموړي ویلي امریکاعراق ته په خپل اشغال سره یوتریلیون مالي زیان اړولی ، یومیلون عراقیان یې له امله وژل شوي چې جبران به یې هیڅکله هم ونشي په هغوسربیره اوس امریکاغواړي چې عراق په تاریخي لحاظ له ګاونډیو هیوادونوسره په شخړو او بدبینیوکې اخته کړي.

دحسن سالم په وینادعراق نجات اوبخت په دې کې دی چې په خپل ټول قوت امریکايي پوځیانوته ځواب ووايي اودې ته یې اړکړي چې خپل اشغال اوتوطیوته دپای ټکی کیښود.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *