چهارشنبه , 20 مارچ 2019
کورپاڼه / خبرونه / له سوریې د امريکا د ځواکونو وتلو بهیر پیل شوی

له سوریې د امريکا د ځواکونو وتلو بهیر پیل شوی

په سوريه کې  د امریکا په مشرۍ د داعش ډلې ضد ایتلاف ویاند سین راین  ویلي چې له سوریې څخه  د امريکا د ځواکونو د وتلو بهیر پیل شوی دی خو د دقیقو شمیرو په اړه یې له معلوماتو ورکولو ډډه کړې ده.

تر اوسه پورې لا په دې اړه دقیق معلومات نه دي ورکړل شوي چې څومره پوځي وسایط او ځواکونه له سوریې څخه وتلي دي. له سوریې څخه د امریکایي ځواکونو د وتلو بهیر په داسې حال کې پیلیږي چې ترکیې پر کردي ځواکونو باندې د بریدونو ګواښ کړی دی. کردان په سوريه کې د داعش پر ضد جګړه کې د امریکا متحد دي.

 

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *