شنبه , 19 جنوري 2019
کورپاڼه / خبرونه / روسيه: دامريکا پر فشار افغان ولسمشريزې ټاکنې ځنډيدلي

روسيه: دامريکا پر فشار افغان ولسمشريزې ټاکنې ځنډيدلي

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت  ويلي دي چې د افغانستان د ولسمشریزو ټاکنو موده د امریکا له لوري پر افغان حکومت د سیاسي فشار له امله ځنډول شوې ده.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې ولسمشر غني او اجراییه رییس پر خپل وخت د ولسمشرۍ ټاکنو په ترسره کېدو ټینګار درلود، خو په وینایې د امریکا له فشار وروسته د پریکړې بدلون ته اړ شوي دي.

په دې اعلامیه کې ویل شوي چې امریکا د افغانستان د ولسمشریزو ټاکنو تر څنګ هڅه کوي د سولې راتلونکي مذاکرات هم پر خپله ګټه راوڅرخوي او ښایي د ټاکنو د ځنډېو یو علت هم د سولې مذاکرات وي.

په کابل کې د امریکا سفارت دې څرګندونو ته په غبرګون ویلي، د ولسمشریزو ټاکنو د ځنډېدو پریکړه د شته ستونزو د حل په موخه د کمېسیون له لوري شوې او امریکا د افغانانو پرېکړې ته درناوی لري.

 

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *