چهارشنبه , 20 مارچ 2019
کورپاڼه / خبرونه / قریشي: پاکستان پر افغان حکومت خپله پريکړه نه تحميل کوي

قریشي: پاکستان پر افغان حکومت خپله پريکړه نه تحميل کوي

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي  ویلي، چې پاکستان د افغان سولې په برخه کې خپله هڅه کوي

محمود قریشي  زیاته کړې پاکستان  غواړي د افغان سولې په پروسه کې مرسته  وکړي خو هېڅ وخت خپله پرېکړه پر افغان حکومت نه تحمیل کوي.

دده په وینا لا هم په افغانستان او سیمه کې ځينې کړۍ شته چې د افغان سولې په پروسه کې خنډونه جوړوي خو په ښکاره یې د کوم چا نوم نه دی اخیستی.

هغه همدا راز ویلي چې د امریکا او پاکستان ترمنځ هم اوس اړیکې مخ په ښه کېدو دي او هیله یې ښودلې چې رامنځ ته شوې ستونزې له منځه یوسي.

 

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *