شنبه , 19 جنوري 2019
کورپاڼه / پېښې،اندېښنې اوڅرګندونې / په هر گوټ کې اوزگار خلک د کار په هيله ناست دي

په هر گوټ کې اوزگار خلک د کار په هيله ناست دي

ارواښاد قدرت الله حداد( فرهاد)
نن د الجزيرې تلويزيون د کابل ښار وښود، چې په هر گوټ کې يې اوزگار خلک د کار په هيله ناست دي د کابل خلکو ويل: د امريکا راتگ هيڅ رانه وړل؛ نه امن شته، نه کار او نه د ژوند لومړنۍ اړتياوې. لکه اوبه،برېښنا، خو فحشا رشوت او غلا، بهرنى کولتور شته؛ ځکه، چې افغانستان کې خواخوږى مسوول نشته.
په دې موده کې، چې امريکا په افغانستان او عراق کې نښتې ده؛ روسيې او نورو هېوادو خپل اقتصادي او پوځي بنسټونه پياوړي کړل.
بش ويلي دي، چې د افغانستان امنيت د ټولې نړۍ امنيت دى. د بش دا خبره هم ترجمان ته اړه لري. د امريکې د جمهوري رياست دواړه ولسمشرۍ ته نومول شوي جان مکين او اوباما د افغانستان او عراق په برخه کې سمه لار نه ښيي، چې له هغو کومه هيله وشي؛ نو افغانان به هرو مرو د طالبانو په لور گوري، چې له دې حالت نه يې وژغوري.
حامد کرزى د امريکې د نويو پوځونو د راتللو هر کلى کوي او وايي، چې ترهگر وي، بهرنيو پوځونو ته اړتيا ده. کرزى که طالبان ترهگر بولي؛ نو هغوى هم افغانستان دي.
د جرمني د بهرنيو چارو وزير “شتاين ماير”بله خبرې کړې ده، چې اقتصاد ښه نه وي، سوله نه راځي او سوله، چې نه وي اقتصاد نه ښه کيږي. په دغه ورځ د آزادۍ راډيو د پښتنو ميرمنو کوکارې واورولې، چې د خپلو شهيدانو قبرو ته تللې وې.
دافغانستان لپاره دا دامريکا د سړيتوب او ډېموکراسۍ پايلې وې . دالجزيرې تلويزيون د گردې مېز تر شا دپاکستان ، امريکې او له دوه نورو سياستپوهانو سره د ٩،١١ په اړه خبرې وکړې او هغوى يوه خبره کوله ،چې امريکا پاتې راغلې او په نړۍ کې يې خپله ويسا له لاسه ورکړې ده ، ؛ ځکه ، چې داسې نوي مقاومتونه وموندل شول ،چې ټول دامريکې له هغو بريدونو،چې پر افغانستان او عراق شوي زېږيدلي دي .
روسيه د بش له نيمگړتياوو څخه په گټه اخيستنه يوځل بيا څرگنده شوه او نورې نړۍ يې پر پياوړيتوب خوشحالي ښودلې ده ؛ ځکه دوى کمونستي ليدلې وه ؛ ډيموکراسي يې اوس وليده . اوس ، چې دامريکې د بريد خبره پر افغانستان راغله ، دا دى اته کاله وروسته هم بش په افغانستان کې داسامه پسې گرځي ؛ چنگېز د سلطان جلال الدين محمدخوارزمشاه د لټون پسې راغلى و، پښتانه تل يو دي ، دغه مطلب له داسې تاريخ نه اخستل کېږي ، چې ليکوال يې د هغه مهال سړى و. که دغه سړى ، چې قاضي منهاج السراج دى دا نه واى ليکلي په دې هم نه خبرېدو.
دا هغه وخت دى ،چې چنگېز له ډېر لښکر سره غزني ته رسېدلى او جلال الدين محمد خوارزمشاه هم له افغانانو سره په غزني کې و ، چې نه يوازې يې ساتنه کوي ، بلکې د چنگېز او دمغلو له توپان سره هم پنجه ورکوي.
ملي اتل ملک اختيار الدين خرپوست )١( ، چې د پېښور او شا او خوا سيمو مشر و ، له يوه ملي لښکر سره د چنگېز مقابلې ته غزني ته راغى.
تبصره : لر پښتانه تل له برو پښتنو سره يو دي يا بر او لر پښتانه اوس هم ځي او راځي ، سره نوي نه دي .
په طبقات ناصري کې ليکل شوي :((او (ملک اختيارالدين) مرد کاردان و دلاورو مبارز وضابط بود. درخراسان وغور مشهور و مذکور بود)) دى دغور له شهزادگانو و ، کله ،چې ملک اختيارالدين غزني ته ورسېد؛ هلته دوه سوه زره جنگيالي پرې راپنډ شول ، چې چنگېز ته ترې وېره پيدا شوه .
ملي خاين صلاح الدين دغزني کوټوال او شهاب الدين وزير د ملک اختيار الدين خرپوست هرکلي ته ولاړ ول او د شپې په مېلمستيا کې ، چې ملک اختيار الدين په سپين زړه ورغى ، صلاح الدين کوټوال ،چې يو مسوول و په روغبړ کې يې په چړې وواهه او شهيد يې کړ. سبا ، چې ملي لښکر ته خبره ورسېده دوى صلاح الدين په سزا ورساوه ، بيا د دوى سروال او مشر نه و ، دوى دغم په څپو کې خواره شول، خو دخوشحال په څپو کې راغلل .
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
)١( خرپوست او خرميل د مېړنو لقبونه دي ـــ خر هغه مهال د لوى معنا درلوده. لکه خرمن و خرگاه.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *