شنبه , 19 جنوري 2019
کورپاڼه / خبرونه /  طالبان: په فراه کې دولتي کارکوونکى وژل شوى  نه خبريال

 طالبان: په فراه کې دولتي کارکوونکى وژل شوى  نه خبريال

طالبانو په يو خبرپاڼه کې ويلي دي چې په فراه کې دولتي کارکوونکى وژل شوې  نه خبريال په دې اړه طالب وياند قاري يوسف په يوې خبرپاڼه کې ويلي دي طالبانو د فراه ولایت د مرکز په مربوطات کې د یوه مؤثق خبر په اساس  دولتي  د عناصرو د لټون پسې د تالاشئ عملیات ترسره کړل. د خبرپاڼې پر خبره  د عملیاتو په نتیجه کې د کابل ادارې یو شمیر کارمندان او  اربکیان ونیول شول.
په نیول شوو کسانو کې د جاوید نوري په نامه یوتن چې د فراه ولایت د والي په دفتر کې يې د حاضرۍ د مدیر، د فراه والي ته د راپورونو د راوړو او د مقرریو د مسئول په حیث درۍ ګونې رسمۍ دندې درلودې هم موجود وو.
دغه کس د نیولو له ځای څخه د انتقال په مهال د تيښتې هڅه وکړه چې د طالبانو  لخوا وویشتل شو.

خبرپاڼه وړاندې وايي وروسته ځينو رسنیو او نهادونو آوازې واچولې چې ګنې دغه کس خبریال دی او ګواګې مجاهدینو خبریال وژلی دی.

طالب وياند وايي موږ د دغه کس د خبریالۍ راپورونه ردوو، یاد کس د کوم خبریال په نامه نه دی وژل شوی، موږ په ورځ کې له ګڼو خبریالانو سره تماس لرو، سیمې ته راځي او ورسره تګ راتګ کوو.
هيڅ خبریال هم له طالبانو څخه داسې ویره نه لري چې د مرګ په قیمت هم د تيښتې هڅه وکړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *