چهارشنبه , 20 مارچ 2019
کورپاڼه / خبرونه / حسن روحاني: فضاته سپوږمکۍ استوو

حسن روحاني: فضاته سپوږمکۍ استوو

 

د ايران ولسمشر حسن روحاني ويلي دي ايران به يې ډېر ژر له هغو توغنديو څخه په گټې  چې په ايران کې جوړ شوي، د ځمکې په مدار کې ٢ سپوږمکۍ يا سټلايټونه ځاى پر ځاى کړي. فضاته به  سپوږمکۍ واستوو

دحسن روحاني پرخبره ، تهران به د امريکا له هغو اندېښنو سره سره چې ويلي يې دي، دا کار به د ايران د بالسټيک ميزايلو له پرمختيا سره نوره مرسته هم وکړي، دا اقدام کوي. روحاني د دغو توغنديو او سپوږمکيو په اړه نور جزيات نه دي ورکړي.

څو ورځې مخکې د امريکا د بهرنيو چارو وزير مايک پمپيو خبردارى ورکړى و چې ايران دې د درېيو راکټونو د توغولو پلانونه نه عملي کوي.

پمپيو دا فضا ته توغول کېدونکي وسايط بللي وو او ادعا يې کړې وه چې دغه وسايط د اټمي سروکو لېږدوونکو بالسټيک ميزايلو ته ورته دي چې توغول به يې د ملګرو ملتونو له پرېکړه ليکه سرغړونه وي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *