شنبه , 19 جنوري 2019
کورپاڼه / خبرونه / ملګري ملتونه: جگړې په افغانستان کې  سلګونه کورنۍ بې ځایه کړي

ملګري ملتونه: جگړې په افغانستان کې  سلګونه کورنۍ بې ځایه کړي

ملګري ملتونه وايي ٢٠١٩  کال په لومړۍ اوونۍ کې د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې جګړو سلګونه کورنۍ بې کوره کړې دي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ اداره وايي په تېرې یوې اوونۍ کې په ټول افغانستان کې د جګړو له امله ۶۰۱۵ افغانان بې ځایه شوي دي.

د راپور له مخې دغه کورنۍ په فاریاب، لغمان، زابل، هرات، فراه، بادغیس او هلمند ولایتونو کې یا د افغان حکومت د پوځي عملیاتو او یا هم د جنګ جګړو له امله بې ځایه شوې دي.

دغه راز د ناقانونه وسله والو د ګواښونو له کبله هم ځینو کسانو خپلې سیمې پرېښي او نورو ځایونوته تللي دي. یاده اداره دغه راز وايي تېرکال په دغه هېواد د جګړو له کبله ۳۴۹۷۹۴ کسان بې ځایه شوي وو. راپور زیاتوي، د ۲۰۱۷ کال په پرتله داخلي بې ځایه شويو کورنیو په شمېر کې ۳۶سلنه کموالی راغلی دی. د راپور پر بنسټ په ۲۰۱۷ کال کې ۵۱۰۴۷۹ افغانان بېځایه شوي وو.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *