شنبه , 19 جنوري 2019
کورپاڼه / خبرونه / مایک پمپیو:ايران دې په سوریه کې پوځي شتون پاى ته ورسوي

مایک پمپیو:ايران دې په سوریه کې پوځي شتون پاى ته ورسوي

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو ويلي دي ، واشنګټن به په سوریه کې د ایران پوځي شتون د ختمولو پورې دیپلوماسۍ وکاروي او له متحدینو سره به په شریکه کار وکړي

. پمپیو ویلي، تر هغه وخته چې ایرانیان او د دوی لپاره نیابتي جګړه کونکي له سوریې وتلي نه وي،

امریکا به د هغو سیمو بیا رغاونې لپاره هېڅ مرسته و نه کړي،

چې د بشارالاسد حکومت تر کنټرول لاندې دي. پمپیو دا څرګندونې له سوریې نه ا مریکایي پوځیانو ایستلو په اړه د ډونالډ ټرمپ له ناڅاپي اعلانه درې اوونۍ وروسته کړې دي. دې اعلان د امریکا متحدین حیران کړي او واشنګټن کې هم پرې نیوکې شوې دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *