سه شنبه , 19 مارچ 2019
کورپاڼه / پېښې،اندېښنې اوڅرګندونې / د سپتمبر يوولسمه اتم کال ته ننوته؛

د سپتمبر يوولسمه اتم کال ته ننوته؛

ارواښاد قدرت الله حداد ((فرهاد))
د ٢٠٠٨ ع کال د سپتمبر ١٠ د ١٣٨٧ل هـ د وږي ٢٠ نېټه: په دغه ورځ هم د طالبانو د مقاومت لړۍ روانه ده په دې، چې د ٢٠٠١ د سپتمبر په ١١ د نيويارک پر تجارتي مرکز او په واشنگټن کې د دفاع پر وزارت بريدونه وشول او تر اوسه د امريکې خلکو ته روښانه شوې نه ده، چې چا،څنگه او ولې دا بېلا بېل بريدونه وکړل؟
“دا هماغه کيسه شوه، چې مستې بيزو خوړلې وې، خو وهل وزې وخوړل” يعنې دا له لومړي سره څرگنده نه وه او اوس هم نه ده، خو د افغانستان د پاره دومره يوه پلمه شوه؛ځکه، چې په کې يو عرب مجاهد اوسيده، خو د عراق لپاره هېڅ پلمه نه وه. د دې خبرې درک اوس هم ورک دى.
د چنگېز او بش يوه خبره : په ١٢١٨ ع کال کې چنگيز سلطان محمد خوارز مشاه غوښته، خو پر افغانستان بريد ته راغى. په ٢٠٠١ ع کال بش د اسامه بن لادن لټونې ته راغى. نه چنگيز ته جلال الدين محمد خوارزمشاه په لاس ورغى او نه بش ته د القاعده مشر اسامه بن لادن. په دواړو کې افغانستان لوى ناتار او زيان وليد. دا دى، لوى افغانستان او لرغونى تاريخ او مونږ ته هيڅ يو حالت نوى نه دى. خوارزمشاه افغانستان ته راغى، بن لادن د افغان روس په جهاد کې راغلى و.
له همدې خاورې خوارزمشاه له چنگيزه په جگړه وتيښتيد، خو افغانانو ور ونه سپاره. له چنگيز او بشه څه ماڼه او گيله نه کېږي. دلته خپل افغانان دي، چې په ډالرو او شرابونه مړېږي. هره ورځ د طالبانو په بريدونو کې کورني عسکر او پوليس وژل کيږي د پيسو لپاره حامد کرزى له غلو سره ناست تقريرونه کوي. بش، چې وينا کوي، يوه بله ژبه کاروي، چې هغه په الفاظو کې يو هنر دى. دى وايي: په افغانستان او عراق کې اوس آزادي ده؛ ځکه طالبان او صدام نشته. خلک، چې ده ته ناست دي لاسونه پړقوي وايي، چې عجيبه خبره يې وکړه. ځکه، چې د افغانستان او عراق واقعيتونه څوک په جمله يوه کې ويلى شي يا دا، چې امريکا په کوم حالت کې ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *