شنبه , 19 جنوري 2019
کورپاڼه / خبرونه / طالبانو په بغلان کې پر پوستو بريدونه کړي

طالبانو په بغلان کې پر پوستو بريدونه کړي

د بغلان ولايتي شورا مرستيال شمس الحق بارکزي  ويلي  چې تېره شپه طالبانو د پلخمري اړوند په ډنډ شهاب الدين سيمه کې د پوليسو پر پوستې بريد کړى دى چې له امله يې  نهه پوليس وژل شوي او شپږ نور ټپيان شوي دي.

دغه راز د بغلان د عامې روغتيا رياست مرستيال عبدالحليم غفاري  ويلي  چې له دې پېښې د پوليسو نهه مړي او شپږ ټپيان دوى ته انتقال شوي دي.

طالبان هم دغه جګړه تاييدوي وياند يې ذبيح الله مجاهد ويلي دي  طالبانو د امنيتي ځواکونو يوه قرارګاه او دوه پوستې نيولې دي او٣٠ پوليس يې وژلي دي  پنځه نور ټپيان شوي دي.

طالب وياند ذبيح الله مجاهد وايي چې د کندوز  قلعه زال په جګړه کې ١٦ د ملي اردو سرتېري او سيمه ييز پوليس وژل شوي او ٢٣ نور ټپيان شوي دي.

مجاهد زياته کړه چې دغه راز په نښته کې يو طالب خپل ژوند له لاسه ورکړى  او يو بل ټپى شوى دى.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *