شنبه , 19 جنوري 2019
کورپاڼه / خبرونه / په کونړکې لا د طالبانواوداعش ترمنځ جګړه روانه ده ‏

په کونړکې لا د طالبانواوداعش ترمنځ جګړه روانه ده ‏

د تيرو پينځووروځو راهيسې په کونړکې د طالبانو او داعش ترمنځ جګړه روانه د چې دځاېې خلکو په وينا دواړو خواوته مرګ ‏ژوبله اوړيدلې او لا د دواړو خواو ترمنځ ډزې اوريدل کيږي .‏
هغه خلک چې د جګړې له سيمې نورو سيموته په کډه شوي وايي دواړه خواوې کوښښ کوي مقابل لورې له منځه يوسي خو تو ‏اوسه لا يوپربل برلاسي شوي نه دي چې ترمنځ ېې د سپکو وسلو علاوه د درنو وسلو ډزې هم اوريدل کيږي .‏
د کونړځايي اوسيدونکي وايي چې د طالبانو او داعش ترمنځ جګړه دماڼوګي په ولسوالۍ کې پېل شوې خو تراوسه لا نورو سيموته ‏نه ده غځيدلې او يواځې په همد ې سيمه کې دواړه خواوې سره په جګړه بوختي دي.‏
د کونړ د والي وياند غني مصمم د دواړو خواو ترمنځ په ماڼوګي ولسوالۍ کې دجګړې په تائيد رسنيوته ويلي چې د دواړو خواو ‏ترمنڅ د مرګ ژوبلې کره معلومات په لاس کې نه لري خو د دغه ولايت ملي امنيت يوه چارواکي دنوم نه ښوولو په شرط رسنيو ته ‏ويلي چې د تيرو پينځو ورځو جګړې په دوام سره نږدې ديرش تنه داعشي او شل تنه طالبان ووژل شوي او يوشمير ېې ژوبل هم ‏دي.‏
د معلوماتو له مخې داعشيانو د کونړکړنګل سيمه محاصره کړې اونورو سيموته ېې دځاېې اوسيدونکو په تک راتګ کې ستونزې ‏راپيداکړيدي ځايي اوسيدونکو يوشمير ټوپکوال ليدلي چې کړنګل ته روان ؤ اما خپله دکړنګل اوسيدونکو ويلي چې جګړه يوڅه ‏کراره شوې او دواړه خواوې خپل مړي اوژوبل له سيمې انتقالوي .‏

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *