چهارشنبه , 20 مارچ 2019
کورپاڼه / خبرونه / ټرمپ : سیګار دې د افغانستان په اړه راپورونه نه خپره وي

ټرمپ : سیګار دې د افغانستان په اړه راپورونه نه خپره وي

د امريکا د يوې  مجلې مادر جونز د خبرله مخې ولسمشر ټرمپ دفاع وزارت  ته  لارښونه کړې  چې په افغانستان کې د بيا رغونې پر چارو د سختو نيوکو په اړه دې سيگار راپورونه نه خپروي ترمپ د سيگار د راپور خپرول منعه کړل

ولسمشر ټرمپ د کابينې په يوه غونډه کې چې پر ټلويزيون خپرېده ويلي هغه معلومات چې د افغانستان د بيارغونې د څار ځانگړې اداره سيگار يې خپروي يو امنيتي گواښ کېدى شي.

ولسمشر ټرمپ ويلي غليم دا رپوټونه لولي او دى نه غواړي چې دا بيا تکرار شي.

مجله وايي سيگار په تېرو يوولسو کلونو افغانستان کې د ١٣٠ ميليارد ډالرو د لگښت مديريت څارلى او امريکايي او افغان چارواکي يې د ټگۍ برگۍ او بې ځايه لگښت مسوول بللي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *