شنبه , 19 جنوري 2019
کورپاڼه / خبرونه / زلمی خلیلزاد هندته رسيدلى دى

زلمی خلیلزاد هندته رسيدلى دى

د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد هند ته تللى دى

هندي رسنيو ويلي دي چې نوموړی به د افغان سولې په اړه له هندي چارواکو سره خبرې وکړي.

خلیلزاد به دوه ورځې په هند کې وي او هڅه به وکړي چې د سولې لپاره سیمه ییزه اجماع نوره هم پیاوړې کړي.

هندي رسنیو بیا دا هم ویلي چې له افغانستان د امریکايي ځواکونو د وتلو مسئله هم د خلیلزاد او هندي چارواکو د بحث موضوع ده.

زلمي خلیلزاد تېره ورځ د افغانستان د سولې په اړه افغانستان او سیمې ته خپل څلورم سفر پيل کړ.

 

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *