شنبه , 19 جنوري 2019
کورپاڼه / خبرونه / ټرمپ: له مکسیکو سره دېوال رغول اړين دى

ټرمپ: له مکسیکو سره دېوال رغول اړين دى

دامريکا ولسمشر ټرمپ ویلي چې د مکسیکو او امریکا ترمنځ به دېوال رغوي.

نوموړي امریکایانو ته د یوې وینا پر مهال ویلي تر هغه به فدرالي حکومت تړلی وي، چې کانګرس ورته ۵،۷ میلیارده ډالر نه وي منلي.

ټرمپ وايي  په دې پیسو له مکسیکو سره خپله پوله خوندي کړي او پر هغه باندې دیوال ورغوي.

خو ګڼ کانګرسمینان د ټرمپ له دې کار سره مخالفت کوي.

دوی وايي ټرمپ په یوه خیالي او غیر عملي پروژه باندې میلیاردونه ډالر لګوي او دې کار ته هېڅ اړتیا نشته ده. ټرمپ بیا وايي که له مکسیکو سره دیوال جوړ شي نو په امریکا کې به د جرمونو کچه را ټيټه شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *