شنبه , 19 جنوري 2019
کورپاڼه / پېښې،اندېښنې اوڅرګندونې / کله ،چې افغانان په ايران کې ول

کله ،چې افغانان په ايران کې ول

ارواښاد قدرت الله حداد(فرهاد)
١٨٤٢ ع کال و ،چې انگليسانو ماته وخوړه ؛ غازيانو د هغو سر دارانو کورونه وسوځول ،چې انگليسانو سره ولاړ ول . کابل ته نژدې يوه پخه کلا وه . انگليسانو غوښتل ،چې کلا د خپلو عسکرو لپاره ونيسي . د کلا خاوندان ، چې نوميالي خلک ول و تښتېدل. يو بې نومه ،چې سيمې ته د مزدورۍ لپاره راغلى و ، کلا ته ننوت يوه گوښه کښېناست . هر انگليس به ،چې راننوت ده له کمين ځاى نه ويشته ، په داسې حال ،چې يو کارتوس ورسره پاتې و .
له هغه سره ماښام ووت او په خپله مخه لاړ ، دا خبره انگليسانو ليکلې ده ، چې : دا يو افغان و ،چې ډېر وى ؛ نو بيا به يې څه کولى؟
کله ،چې افغانان په ايران کې ول ، هغه ايرانيان ، چې دين ، ناموس او عدالت يې خوښ و ، له افغانانو سره يې ملا وتړله. که داسې نه واى په شمال کې روسانو په غرب کې تر کانو او په جنوب کې اروپايانو ماتې نه خوړه .
د ١٣٨٧ کال د وږي په نولسمه آصف زرداري ، چې دپاکستان جمهوررييس ټاکل شوى و د لوړې مراسم روان ول ، حامد کرزى هلته ناست و ، په دې هيله ،چې آصف زرداي به يې د طالبانو له منگلو وژغوري. زرداي به دا وکولاى شي که لومړى به ځان وژغوري ؟ د پاکستان د طالبانو يوه مشر ويلي : دا چې په وزيرستان او باجوړ کې امريکايانو بريدونه وکړل د پاکستان په خوښه ول او مونږ به غچ واخلو.
دامريکا سياست دا دى : په داسې حال ، چې روسانو خپله اتومي بېړۍ بېرته فعاله کړه او اوبو ته يې ولېږله ،چې پرې پر امريکا داتومي توغنديو گذار کولى شي ، دا بېړۍ په نړۍ کې تر ټولو ستره بېړۍ ده . له دې داسې ښکاره شوه ، چې کوم تړون امريکا د پخواني شوروي اتحاد له ړنگېدو وروسته له نوې روسيې سره کړى ، په هغه کې داتومي وسلو دله منځه وړلو ټينگار هم شوى و ، چې دا دى ، بېرته پيل شو. بش په دې پسې نه گرځي . فضليت مآب ناروغ بوډا مولوي حقاني مجاهد پسې تللي . د هغه کور يې نړولى دى . خو حقاني صاحب هلته نه و . دا که د لويو هېوادونو سياست وي ؛ نو ټغر يې ټول دى .
درد د زړه پنهان ساته که وينې دې ځيگر شي
مه وايه دښمن ته که دم دې خيږي اسرارخپل
(خوشحال خان)

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *